د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین ــ پاکستان اقتصادي راهداري یو ستر معاشي انقلاب


په ریښتیا چې له دې سره به د پاکستان وروستو پاتې کړل شوې او ترهګرۍ ځپلې سیمې ډېر پرمختګ وکړي، ډېرې اقتصادي لارې به ورسره پیدا شي، او د خلکو پر ژوند په تېره د پښتنو په سیمو کې به ډېر لوی بدلونونه راشي

په ټوله نړۍ کې ډېر لوی لوی بدلونونه روان دي، هغه که سیاسي، ټولنیز یا اقتصادي دي.په دغو بدلونونو کې اسیا او بیا چین په خصوصي توګه د یو بنیادي کردار په شکل کې مخې ته راغلي دي.

چین خپله ټوله پاملرنه اقتصادي پرمختګ ته ورکړې ده. له اسیا تر امریکا او بیا له اروپا تر افریقا د خپلو پښو مضبوطولو لپاره هلې ځلې کوي. چین خپل مالونه نړیوالو مارکیټونو ته په ډېرو اوږدو اوږدو لارو تېروي، ځکه خو یې اوس له کاشغره تر ګوادره لنډې او اسانې لارې ته مخه کړې ده.

چین دلته په یو غشي دوه ښکارونه کوي، یو خوا لنډه لاره جوړوي، نوبلخوا د هغو چینایي سیمو د پرمختګ لپاره دغه منصوبه کاروي، چې د دغه هېواد له نورو برخووروسته پاته دي. دا چې چین د خپلو وروستو پاتو سیمو د پرمختګ لپاره دغه منصوبه کارول غواړي، نو پاکستان ته هم پکار ده چې د راهدارۍ دغه پروژه یې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان او بیا په خصوصي توګه د پښتنو له سیمو تېره کړي. ځکه دغه سیمې له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې په اور کې سوځي، او د پاکستانیو واکمنو د ناسمو تګلارو له وجې یې ژوند ژواک، کلتور، اقتصاد، تعلیم او حتا د ژوند ډېری اړخونه تباه شوي دي.

پکار ده چې د پاکستان واکداران د کاشغر ــ ګوادر اقتصادي لار له جنجاله وباسي. ځکه چې یو خود دې اقتصادي راهدارۍ مغربي لار تر ټولو لنډه او اسانه ده، چې د پښتنو له سیمو تېرېږي. او تر مشرقي لارېڅه نا څه ۷۰۰ کلومیټره لنډه هم ده. داسې راپورونه دي چې د مسلم لیګ ن مرکزي حکومت د مغربې لارې پرځای په مشرقي لارې کار پیل کړی دی. او کله چې په پښتونخوا کې سیاسي ډلو او مدني ټولنو د دغې خلاف احتجاج شورو کړ، نو وزیراعظم نواز شریف په دوو مختلفو ټول ګوندیزو غونډو کې دا اعلان وکړ، چې لومړی به مغربي لار جوړېږي.

د پښتنو یو وتلی شاعر اجمل خټک هم وایي په یوه ګل نه سپرلی کېږي او پکار ده چې د اقتصادي راهدارۍ له دغه پروژې د پاکستان ټول وګړي یو ډول برخمن شي.

د اجمل خټک شعر

که په یو ګوټ کې یوه څانګه ټوله ګل شي نو څه

سپرلی هغه چې هم په ګل او هم په خار راشي

د یوې غوټۍ نیمې خندا ته څوک سپرلی نه وایي

سپرلی هغه چې ناقلارو ته قرار راشي

چې مې ترسېږي وچې شونډې څاڅکي څاڅکي پسې

څه په سپرلې که د جامونو په کړنګا راشي

ما اورېدل دانه په خاورو پټېده ویل يې

موږ به هم وخاندو په موږه به هم وار راشي

په پاکستان کې ډېر خلک دې منصوبې ته یو اقتصادي انقلاب هم وایي، او زه هم دا منم چې دغه منصوبه د ټولې خطې او سیمې لپاره د Game Changerحیثیت لري، که دغه منصوبه چېرې په خپل اصلي روټ یعنې مغربي لار باندې جوړه شي، نو په ریښتیا چې له دې سره به د پاکستان وروستو پاتې کړل شوې او ترهګرۍ ځپلې سیمې ډېر پرمختګ وکړي، ډېرې اقتصادي لارې به ورسره پیدا شي، او د خلکو پر ژوند په تېره د پښتنو په سیمو کې به ډېر لوی بدلونونه راشي، خلک به په روزګار شي، او ترهګري او توندروي به ختمه شي.

لیکنه: اسدالله مایار، قانونپوهه او سیاسي فعال

یادګېرنه: دا لیکنه د هغه خپل نظر دی او د مشال راډیو فکر یا نظر ښکارندويي نه کوي

XS
SM
MD
LG