د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند د جېش محمد بهاولپور مرکز شمېرې راکړې دي. سرتاج عزیز


د پاکستان وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز
د پاکستان وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز

سرتاج عزیز وايي، چې څه وخت د هند له اړخه ثبوتونه ترلاسه شول، هم هغه وخت پاکستان د مسعود اظهر خلاف کاروایي کړې وه او د جېش محمد ځینې غړي نیول شوي او دفترونه یې ورتړل شوي دي.

د پاکستان د وزیراعظم د خارجه امورو مشیر سرتاج عزیز انکشاف کړی دی چې د هند له اړخه په پټانکوټ برید په اړه ورکړل شوې ټیليفون شمېره د ناقانونه ګرځول شوې ډلې د جیش محمد د بهاولپور هېډکوارټر وو.

د هند له یوه شخصي ټیليويژن انډیا ټوډې سره په مرکه کې د پاکستان د وزیراعظم د خارجه امورو مشیر سرتاج عزیز وینا وه چې د جېش محمد مشر مسعود اظهر د روان کال په څوارلسم جنورۍ حکومت په حفاظتي تحویل کې اخیستی وو.

د وزیراعظم مشیر سرتاج مرکه کې ویلي دي چې څه وخت د هند له اړخه ثبوتونه ترلاسه شول، هم هغه وخت پاکستان د مسعود اظهر خلاف کاروایي کړې وه او د جېش محمد ځینې غړي نیول شوي او دفترونه یې ورتړل شوي دي.

سرتاج عزیز دا هم ویلي په پاکستان کې درج کړل شوی اېف ای ار دا اجازت ورکوي چې په هند کې دې تحقیقات وکړل شي او هند هم د دې تحقیقاتي ډلې هرکلی کړی دی.

د مذاکراتو پحقله د پاکستان وزیراعظم خارجه امورو سلاکار وینا وه چې د دې فیصله به اوس هند کوي.

د سیاسي چارو کار پوه او خبریال امتیاز ګل په نظر د دواړو ملکونو له احتیاطي رویو ښکاري چې مزاکرات به بحال شي.

'د مزاکراتو بحالي د پټانکوټ تحقیقاتو پورې تړل شوې ده او تر کومه پورې چې دا تحقیقات نه مکملېږي او هند حکومت مطمین نشي نو تر هغه وخته به لږه ګرانه وي خو دا معلومېږي چې دواړه حکومتونه له یو بل سره رابطه کې دي، خبرې اترې کوي او ځکه موږ په مطبوعاتو کې هم ګورو چې په دې اړه ډېرې خبرې نه کېږي او له دواړو اړخونو ډېر په احتیاط سره کار اخیستل کېږي او د دې مقصد هم دا ښکاري چې په څه طریقه مزاکرات بحال شي'

د بهرنیو چارو کار پوه پروفیسر ډاکټر غلام مصطفا وایي په علاقایي سفارتکاري کې هغه علاقه ترقي کولای شي چې له چا سره تاو تریخوالي کمولو لپاره حکمتعملي وي.

د ده په وینا چې پاکستان او هند جغرافیایي او تاریخي تړون لري چې هېڅوک یې نشي بدلولی نو ښه به دا وي چې دواړه حکومتونه خپل کوششونه جاري وساتي.

یاده دې وي د پاکستان داخله چارو وزیر چودري نثار علی خان هم د تېر ګل په ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې د هند پر پټانکوټ پوځي اډه د برید په لړ کې هند پاکستان ته ځینې د ټیلیفون نمبرې او نومونه ورکړې دي چې تحقیقات یې روان دي او د دې مقدمه په ګوجرانواله کې درج کړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG