د لاسرسي ځای

د افغانستان ننګرهار ولايت چارواکي وايي په اچين ولسوالۍ کې په روانو عملياتو کې يې ۱۵ داعش وسله وال وژلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي، د دوشنبې پر ماښام مشال راډيو ته وویل چې دې عملياتو کې اووه تنه نور ټپيان شوي هم دي.

د هغه په خبره له داعش څخه يې ډېرې سيمې نيولي او امنيتي ځواکونه يې پکې ځای په ځای کړي دي.

داعش وسله والو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG