د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سولې بهیر کې د پاکستان رول وستایل شو


کابل نن د سولې په اړه د څلورمې څلور اړخیزې غونډې کوربه دی

د سولې ټینګښت په موخه د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازیو څلورمه څلور اړخیزه غونډه نن د سېشنبې ورځ په کابل کې پیل شوه.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په پرانیستونکې وینا کې له ګډون کوونکو هېوادونو وغوښتل چې د روانې فبرورۍ میاشتې تر ختمېدومخکې باید له طالبانو سره د سولې خبرو جزیات طرح کړي.

نوموړي په دغه بهیر کې د پاکستان رول مهم وباله او په دې برخه کې یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو پر همکارۍ هم ټینګار وکړ.

افغان حکومت د سولې ټينګښت لپاره د څلور اړخیزو ناستو جوړېدل مهم بولي او تاکید کوي چې د همغږۍ د څلور اړخیزې ډلې کار حساسو پړاونو ته داخل شوی دی.

ښاغلي رباني په خپله وینا کې وویل چې تر اوسه په دغو ناستو کې ښه پرمختګونه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه د همغږۍ ډلې د کاري لایحې تصویبېدل، د لارنقشې برابرېدل او د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرو لپاره د امکاناتو پر برابرولو د ګډون کوونکو هېوادونو د نظر یووالی د دغو پرمختګونو له مهمو بېلګو یاد کړل.

نوموړي وویل چې حکومت په دې برخه کې د لارنقشې له مخې د ګډون کوونکو هېوادونو عملي، ګټورو او پر وخت اقداماتو ته په تمه دی.

ښاغلي رباني زیاته کړه:

"ډاډه یم چې ننني بحثونه مو د مخکینیو ناستو پرمختګونه زیاتوي. په ځانګړې توګه اسلام اباد کې د همغږۍ په درېیمه ناسته کې چې کومه هوکړه وشوه. موږ غواړو چې دغه ‌ډله د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو جزیات د فبروري میاشتې تر پای ته رسیدو مخکې طرح کړي."

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل چې افغان حکومت د روان کړکیچ لپاره د یوې سیاسي حللارې موندلو په هدف یو وار بیا طالبان د سولې خبرو کې ګډون ته را بولي.

خو په ورته وخت کې یې د هغو ډلو پر وړاندې پر مبارزې ټینګار وکړ چې د ده په وینا تاوتریخوالي ته دوام ورکوي.

د څلوراړخیزو غونډو له درېیو مخکینیو څخه دوې یې په اسلام آباد او یوه یې په کابل کې جوړه شوې وه.

د څلور اړخیزې غونډې په دریمې ناسته کې ګډون کوونکو هېوادونو سولې ته د رسیدو لپاره د لارې نقشه جوړه او د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو د ځای او نېټې د ټاکلو لپاره یې هڅې پیل کړې.

د دغه لړۍ په درېیمه ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازو دا هم وویل چې د روانې میلادي میاشتې تر اخره به له طالبانو سره د مخامخ خبرو نېټه مشخصه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د همغږۍ په څلورمه څلور اړخیزه غونډه کې همدا رنګه وویل چې د ګډون کوونکو هېوادونو ګډ کار او اقدامات به په سیمه کې د سولې ټينګښت او له ترورېزم سره مبارزې په برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلي رباني په دغه پروسه کې د پاکستان ونډه وستایله او هغه یې د سولې د هڅو د بریالیتوب لپاره ګټوره وبلله.

ښاغلي رباني زیاته کړه:

"زموږ د ګاونډي پاکستان ونډه زموږ د ګډو هڅو په بریا کې ډېر اساسي او مهمه ده. هیله ده په دغه ناسته کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د افغانستان او پاکستان د عالمانو پر ژرو اقداماتو توافق وشي."

له دې مخکې ګڼو افغان چارواکو، جهادي مشرانو او سیاسي شخصیتونو په وار-وار پر پاکستان انتقادونه کړي او دغه هېواد یې په افغانستان کې د تروریستي ډلو لوی ملاتړی یاد کړی دی.

که څه هم تراوسه د څلورمې څلور اړخیزې غونډې نتیجه نه ده روښانه خو تمه کیږي چې د بهرنیو چارو وزارت به د دغې ناستې د لاسته راوړنو په اړه له ګډون کوونکو هېوادونو سره یوه ګډه اعلامیه خپره کړي.

XS
SM
MD
LG