د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د لشکر جنګوي او القاعدې ۱۲ وسله وال وژل شوي


کراچۍ: د مشکوکو وسله والو مړي روغتون ته وړل شوي. ۲۳فېبروري
کراچۍ: د مشکوکو وسله والو مړي روغتون ته وړل شوي. ۲۳فېبروري

د اېس اېس پي راو انور په وېنا تر دې دمه د پينځه کسانو پېژندګلو د سهېل (چشماټو)، خليل، طلحه،بلال او عبدالسلام په نومونو سره شوې ده.

د کراچۍ پولیس ادعا کوي چې د ګل په ورځ ناوخته یې د ښارپه بېلا بېلو سيمو کې یې په دوو چاپو کې د نښتو پرمهال د ناقانونه ګرځول شوو وسله والو ډلو لشکر جنګوي او القاعدې دوولس وسله وال وژل شوي دي.

د کراچۍ پوليس وايي، په دغه مقابلو کې یې څلور اهلکار ژوبل شوي دي او له وسله والو یې د ځانمرګو جېکټونو او بمونو پشمول وسله ترلاسه کړې ده.

د کراچۍ پوليسو د وياند ترمخه د ګل په ورځ ناوخته د ښار په پيپري سيمه کې پوليسو او حساسه ادارو ګډه کاروايي وکړه چې پکې د لشکر جنګوي اته وسله وال وژل شوي دي.

پولیس زیاتوي چې د ښار په ګډاپ ټاون سيمه کې یې په يوه بله کاروايي کې بیانور څلور وسله وال ووژل.

بل خوا د ملير پوليسو مشر راو انور مطبوعاتو ته وویل، دغه کاروايي یې له وړاندې نيول شوو دوو وسله والو نعيم بخاري او فاروق بټي څخه د ترلاسه کړیو معلوماتو په اساس کړې.

((مليرپوليس او حساسه ادارو په ګډهکاروايي وکړه چې له بل اړخه پرې وسله والو ډزې وکړې، د څو ګنټو د پوليس مقابلې وروستو لږ تر لږه اته وسله وال ووژل شول))

د راو انور په وینا چې په پيپري سيمه کې د مقابلې پرمهال څلور وسله وال له کراچۍ نه بلوچستان ته پر غزېدلې لار یوې پرتې سيمې ګډاپ ته تللي ول او هلته ووژل شول.

((د پيپري سيمې نه ووتل او دلته راغلي ول، او د دې ځای نه دا لار د حب نالۍ په طرف بلوچستان ته ځي او د دي ځای نه دا وسله وال تېښته کوي))

د ملير پوليسو مشر دا دعوه هم وکړه چې د کاروائۍ پرمهال ئې درنه وسله هم ترلاسه کړې ده.

((پينځه کلاشنکوفونه،درې تماچې ، په لويه شمېره کې کارتوسونه او خودکش جېکټې د دوي نه ترلاسه شوي دي او د وژل شوو تعلق د القاعده برصغير او لشکرجنګوي ډلې سره دی))

د اېس اېس پي راو انور په وېنا تر دې دمه د پينځه کسانو پېژندګلو د سهېل (چشماټو)، خليل، طلحه،بلال او عبدالسلام په نومونو سره شوې ده.

پوليسو دا دعوه هم کړې چې وژلې شوي وسله وال په ښار کې د درې پوليسو افسرانو او د يو جېل سپرنټنډنټ په وژنه کې ککړتيا لرله او د دوي د ولقې نه سرکاري وسله، د رېنجرز او پوليسو ورديانې هم ترلاسه شوې دي.

XS
SM
MD
LG