د لاسرسي ځای

سارتر وايي، پردۍ ژبه تاسو په تنهايي کې هم ازاد سوچ کولو ته نه پرېږدي، او تل به ستا د څرګندتیا/اظهار پر وړاندې خنډ جوړېږي.

د فرانسې ستر فلسفي ژان پال سارتر د افریقايي ژبو په باب په خپله لیکنه کې وايي، چې دغه ولس د اوږدې غلامۍ له کبله د فرانسې ژبې ویلو ته اړوېستل شوی دی چې د دې له کبله دغه ولس پراخ بشري علمي استعدادونه بایللي دي.

دی لیکي، کله چې یو ولس په پردۍ ژبې زدکړې کوي نو د وخت له تېرېدو سره یې اندونه، چوړتونه، سوچونه او فکرونه د پردۍ ژبې په ټکیو کې داسې ورک شې لکه په شګو کې وینه. غلام ولس د اظهار ژبه وبایلي، د الفاظو چوکاټ يې دومره راتنګ شي چې په خپله ژبه کې د نثر لیکلو وړ پاتې نشي او بیا له مجبورۍ خپل اظهار په شاعرۍ کې کوي.

سارتر وايي، پردۍ ژبه تاسو په تنهايي کې هم ازاد سوچ کولو ته نه پرېږدي، او تل به ستا د څرګندتیا/اظهار پر وړاندې خنډ جوړېږي.

د ژان سارتر په اند پردۍ ژبه کې زدکړې کول داسې دي لکه په شګو او خټو کې آس ځغلول.

د هند پخواني وزیراعظم پنډت جواهر لال نهرو د ژبو په اړه په خپل یوه مضمون کې لیکي چې مورنۍ ژبه د یوه ولس ټولنیزه یا سماجي پوهه ده او پکار ده چې په همدې ژبه کې ماشومانو ته زده کړې ورکړل شي. دی لیکي چې په بهرنۍ ژبه د زدکړو لوی نقصان دا رامنځ ته کېږي چې د یوې ټولنې باسواده طبقه له خپله ولسه بېله شي. دی یې مثال داسې راوړي چې د یوه کور په لاندې پوړکې ولس وي او په بره پوړ کې یې تعلیم یافته کسان. او هغوی بیا له بالا څخه پر لاندې پوړ چې ولس پکې دی خپل امر صادروي او دغه امر کله هم پر ولس نه پلی کېږي.

ژبه تش غږونه نه دي بلکې د یوه ولس کلتور، تاریخ، ژوند ژواک او د هغه ټولنیز ژوند پکې رانغښتی وي، کله چې یو ماشوم د زده کړو په بهیر کې له خپلې دغه پېژندګلو بېل شي نو د ده په ذهن کې خوندي د یوه قام ټول یاداښت او حافظه مفلوجه شي.

یو ماشوم په خپل کور او چاپېرچل کې له اوبو، مړۍ، ونو، کاڼو، بوټیو، مېوو، مرغانو، څارویو سره بلد وي او د دغه ټول شیانو انځورونه د ده په ‌ذهن کې خوندي وي، کله چې دی په ښوونځي کې په پردۍ ژبه زدکړې کوي نو ده ته د اوبو پرځای د اردو پاني د فارسي اب یا د انګلیسي واټر ورښودل کېږي خو د دغه پردیو ژبو د هېڅ یوه لفظ تصویر د ده په ذهن کې نه خوندي کېږي ځکه چې وار دمخه د واټر، پاني یا اب ځای اوبو نیولی وي.

ژبپوهپوه خادم حسېن په کوټه کې د پښتو نړیوال کنفرانس ته په خپله لیکنه کې ویل چې کله موږ یو نوم اخلو نو ورسره مو په ذهن کې د هغه څیز تصویر هم راځي. دی زیاتوي چې انځور او اند یا تصویر او تصور هممهاله په ذهن کې جوړېږي او د دغه دوو په مټ موږ غږ راباسو. پردۍ ژبې ته دغه انځور او اند اړول یوازې هاغه ماشومان کولی شي چې د ژپپوهانو په اند نابغه وي.

نو کوچنیان له خپلې ژبې بې برخې کول نه یوازې یو بشري استعداد شکنجه کول دي بلکې ماشومانو پر یوه داسې تعلیمي ډګر بیول دي چې په پای کې د تعلیم پرځای تش ډګر پاته شي.

د نړۍ ټول ساینسي علوم که هغه طب دی، یا فزیکس، کېمیا ده یا بایلوژي، ریاضي ده که اوسنی کمپویټر ساینس، د دې علومو ډېری الفاظ د یوناني او لاتیني ژبې دي. په دوی کې ښايي اکثریت یې موږ پښتو ته ونه ژباړو خو ډېر یې ښايي داسې وي چې پښتو کېدای شي. نور الفاظ دې کټ مټ هم هاغه د لاتیني یا نورو ژبو وي. خو دغه ټول الفاظ په خپله پښتو کې ځایول معنا لري. لکه د بېلګې په توګه که د لاتیني بایولوژي پښتو ته واړو نو ډېره اسانه معنا یې ده. بایو معنا ژوند او لوژي معنا پوهنه یا علم. دغه ډول بایولوژي ژوندپوهنه او ژوندزدکړه جوړېږي. ضروري نه ده چې موږ یې ژوندپوهنه وبولو، خو په معنا یې پوهېدل تر ټولو ضرور دی. او بل د بېلګې په توګه فلسفه یا فیلوسوفي. اوس که د ایټمالوژي له مخې د دغه ټکي رېښوي جاج واخلو نو ډېر زغرده یې معنا ته رسېدلی شو. فیلو معنا مینه او سوفي معنا پوهنه. او داسې نور......

زما به له پښتنو لیکوالانو دا هیله وي، پرځای د دې چې په انګلیسي لیکنې وکړي، ښه به وي چې د انګلیسي او نورو ژبیو لیکنې پښتو ته راوړوي. له دې سره به د خپلې پښتو ژبې علمي پانګه لاپسې شتمنه کړي. او ښايي ډېر پټ پښتانه استعدادونه راڅرګند کړي.

محترم مشر ولي خان ريښتیا ریښتیا کتاب په پښتو ولیکلی خلکو په انګرېزي او اردو ترجمه کړ. زما ژوند او جهدوجهد فخر خان عبدالغفار خان (باچا خان) په پښتو ولیکلی نورو ژبو ته وژباړل شو.


خپله پښتو اول بیا نورې ژبې، ځکه د یو ماشوم دماغ لومړی خپلې ژبې ته غبرګون ښيي. د ده د دماغ کاسه لومړی د خپلې ژبې وی پانګه ځایوي.

ژبپوهان خو ان په دې اند دي چې په پردۍ ژبه کې هېڅ امکان نشته چې یو کس ساینسپوه جوړ شي. دوی وايي، دا لار یوازې په مورنۍ ژبه وهل کېدلی شي.

ځینې پښتانه بیا دا خیال لري چې موږ په انګلیسي او نورو ژبو ځکه لیکنې کوو چې د پښتنو په اړه د بهرنیانو نظر واړوو. دا نظر بېخي ناسم دی، ځکه چې بهرنیان اکاډمیانې لري، پوهنتونونه، انسټيټوټې او څېړنیز مرکزونه لري چې د نورو قامونو کلتورونه پکې څېړل کېږي. پر پښتنو ډېری کتابونه انګرېزانو لیکلي دي. تاس په خپله ژبه د خوشال خټک د کچې لیکنې وکړی که بهرنیانو يې ضرورت درلود په خپله به يې وژباړي.

XS
SM
MD
LG