د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: ډاکتر د یوې ماشومې کارکوونکې وهلو په تور نیول شوی


پېښور - د پېښور پولیس وايي، یو ډاکتر یې په کور کې پر ماشومې کارکوونکې د تشدد کولو په تور نیولی دی.

د ډبګري ګارډن شاه قبول تاڼې محرر قمر شهزاد د دوشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل، د یکشنبې پر ورځ پولیس په ګزمه ول چې یوه ۱۳ کلنه نجلۍ ورته په مخ ورغلله او هغې وویل چې ډاکتر شکیل وهلې ده:

((د عایشې په نوم دا نجلۍ د صوابۍ اوسېدونکې ده. د ډاکتر شکیل په کور کې یې کار کاوه. دا پر روډ (یعنې سړک) پولیسو ته [په مخه] ورغلې وه نو پولیسو ته یې ویلي چې د ډاکتر په کور کې مې کار کاوه او ډاکتر راته ویل چې غلا [دې کړې] نو زه یې په چاړه وهلې یم. د دې نجلۍ پر سر معمولي، معمولي زخمونه دي او ویښته یې هم ورڅخه پرې کړي دي. دا پولیسو تاڼې ته راوسته او ډاکتر هم ونیول شو.))

شهزاد زیاتوي چې د ډاکتر ضد یې د ماشومانو ساتنې له قانون سره سم مقدمه درج کړې ده.

په دې قضیه کې د تورن ډاکتر نظر په معلومولو کې بریالي نشو.

هلته د پاکستان ښځو حقونو کمېشن وايي، په هغه هېواد کې په کورونو کې پر کارکوونکو ماشومانو د تشدد پېښې زیاتې شوې دي. د کمېشن په وینا، له ۲۰۱۲ز کاله تر ۲۰۱۳مه په کورونو کې پر ماشومانو د تشدد ۴۷ پېښې ثبت شوې دي.

په پېښور کې د ښځو او ماشومانو حقونو لپاره کارکوونکې خورشید بانو وايي، په کورونو او یا هم له کوره بهر د کارکوونکو ماشومانو خراب برخلیک ذمه واران میندې او پلرونه دي.

((هغه میندې او پلرونه چې خپل اولادونه په کورونو کې کار کولو ته لېږدوي نو هغوی خپله د دې [ډول پېښو] ذمه وار دي. نه یوازې د میندو او پلرونو پوهولو او خبرولو اړتیا ده بلکې هغه خلک چې په ماشومانو کار کوي [باید پر دې پوه شي] چې په ماشومانو پر کار کولو [بندیز] دی نو که [له هغوی څخه کار اخلي] نو بیا یې باید د صحت او تعلیم خیال وساتي.))

د پاکستان بشري حقونو کمېشن د خیبر پښتونخوا څانګې مشر شېر محمد خان وايي، په هغه هېواد کې د ماشومانو ساتنې قوانین شته خو باید هغه عملي شي.

(( په پاکستان کې قوانین شته خو د عملي کولو لپاره یې مناسبه اداره نشته.))

خان زیاتوي چې دا یوازې عایشه نه ده بلکې هر ورځ داسې پېښې کېږي. نو اړتیا د دې ده چې په ماشومانو د کار کولو په لړ کې باید په ټولنه کې احساس پیدا کړل شي.

XS
SM
MD
LG