د لاسرسي ځای

افغان حکومت طالبانو سره د مستقیمو خبرو نېټې ټاکلو ته هیله من دی


صفي الله ستانکزی

کابل - له وسله والو مخالفینو سره د سولې د خبرو د پيل په اړه په دوو میاشتو کې دننه څلورمه څلور اړخیزه غونډه د سې شنبې په ورځ په کابل کې پلان شوې چې افغان حکومت او ملي شورا ترې د لاسته راوړنو تمه کوي.

د افغان حکومت اجراییه ریاست وایي چې په دې څلور اړخیزه غونډه کې به کابل د پاکستان،امریکا او چین د استازیو کوربه وي او تر ډېره به تمرکز له طالبانو سره د سولې د خبرو د نیټې په معلومولو وي.

د اجراییه ریاست ویاند جاوید فیصل د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې له دې څلور اړخیزې غونډې وروسته د افغان حکومت او طالب استازیو مخامخ خبرې پيلیږي.

((د افغانستان حکومت تمه لري چې په دې غونډه کې د سولې د خبرو د ځای او پیل نیټه معلومه شي. تر څو مونږ د دغې ناستې څخه مثبته نتیجه تر لاسه کړو او له یوه واضح میکانیزم سره د سولې خبرو ته ولاړ شو. د دې غونډې په تعقیب به د افغانستان د حکومت او وسله والو مخالفینو د استازیو تر منځ د سولې لومړۍ مستقیمې خبرې پيلیږي.))

د افغانستان،پاکستان،امریکا او چین استازیو تر دې دوه وار مخکې په اسلام آباد او یو وار په کابل کې د افغان سولې د خبرو په اړه څلور اړخیزې غونډې کړي چې په وروستۍ یوه کې یې په اسلام آباد کې د سولې د خبرو په میکانیزم بحث وشو.

دا څلور اړخیزې غونډې وروسته له هغه د روان میلادي کال له پيله راپیل شوې چې له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت مخامخ خبرې په ټپه ودرېدې.

اخوا د افغانستان د ولسي جرګې دویم مرستیال محمد نذیر احمدزی وایي چې د څلورمې څلور اړخیزې جوړېدل ډېر مهم دي او افغان ملت ترې د یوې مثبتې نتیجې تمه کوي.

((تر څو پورې جانبین مخامخ ناسته ونه کړي جرګه ماران نه شي کولای چې دا حل کړي. په دې کې امید لرو ځکه چې رییس جمهور یا رییس اجراییه ته د سولې واک ټول ملت ورکړی دی. ټول افغان ملت سوله غواړي په دې کې افغان ملت متیقن دی چې په دې وار څلور اړخیزه غونډه کې به مونږه مثبتې نتیجې ته رسیږو او راتلونکې غونډه کې به له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه برابریږي.))

ښاغلی احمدزی وايي چې درې پخوانۍ غونډې هم ډېرې مهمې وې او ټول ترې خوښ دي.

که څه هم طالبانو تېرو دریو څلور اړخیزو غونډو ته خپل استازي نه و ورلیږلي خو په قطر کې یې د پګواش سازمان له خوا له یو شمېر افغان سیاستوالو او مدني فعالانو سره په مخامخ خبرو کې د خپلو سیاسي استازیو ګډون تایید کړی و.

د سولې او شخړې د مطالعاتو د مرکز یو څیړونکی حکمت الله اعظمي بیا په دې باور دی چې یواځې درې څلور اړخیزې غونډې نه شي کولای د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي بلکې لا هم ځینې لانجې پاتې دي چې په هوارېدو سره به یې د خبرو چانس ترلاسه شي.

((امیدونه ورته شته خو بیا هم ځینې پوښتنې چې زه یې د دې پروسې لپاره مهم بولم چې هغه خنډ رسولی شي هغه دا دي چې د سولې د مذاکراتو ځای او له چا سره د خبرو کول دي. پاکستان تل دا انديښنه لري چې که له خاورې یې بهر د سولې خبرې کیږي دا د هغوی په زیان بولي او افغان حکومت هم برعکس هڅه کوي چې له پاکستان بهر بل ځای کې د سولې خبرې وکړي.خو دا چې څنګه دا دواړه لوري سره تفاهم ته رسیږي که نه دا به ډېره مهمه وي.))

تر دې وړاندې هم د سولې په خبرو کې د پاکستان د صداقت په اړه شکونه څرګند شوي و خو پاکستاني چارواکو تل ویلي چې په ګاونډ هېواد کې یې د سولې تامین په ټوله سیمه کې د سولې او سوکالۍ ټینګښت لپاره مهم دي.

که څه هم افغان حکومت د سولې ټېنګښت خپل کاري لومړیتوب بللی و خو روانو جګړو او سیاسي لانجو هیڅکله اجازه ورنه کړه چې د افغانانو دا تلپاتی ارمان یعنې د سولې راتلل په حقیقت بدل شي.

XS
SM
MD
LG