د لاسرسي ځای

اشرف غني د سولې عالي شورا مشر او غړي ولس ته ورپېژني


ټاکل شوې چې ولسمشر اشرف غني د سولې د عالي شورا رییس او غړي نن په یوه غونډه کې معرفي کړي.

عبدالحکیم مجاهد چې تر دې دمه د سولې د عالي شورا سرپرست مشر پاتې شوی، مشال راډیو ته وویل چې د سولې د عالي شورا نوی مشرتابه به نن د دې شورا د غړو په غونډه کې معرفي شي.

اجراییه ریاست پرون تایید کړه چې پیرسیداحمدګیلاني د سولې د عالي شورا د مشر او کریم خلیلي، حبیبه سرابي، عطاالله سلیم، مولوي خبیر، حاجي دین محمد او مولوي خدام یې د مرستیالانو په توګه غوره شوي دي.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل همداراز مشال راډیو ته وویل چې محمدایوب رفیقي د دې شورا د دارالانشا د رییس او فاروق بشر او فرهادالله فرهاد یې د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.

د سولې د عالي شورا نوی مشر او نوې مشرتابه په داسې حال کې اعلانیږي چې ټاکل شوې په روانه اونۍ کې د څلور اړخیزو غونډو د همغږۍ ډله په کابل کې په یوه غونډه کې له طالبانو سره د سولې د خبرو نیټه وټاکي.

XS
SM
MD
LG