د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې دفاع وزیر تهران ته تللی


د روسیې د دفاع وزیر سېرګي شویګو د فبرورۍ په ۲۱ مه نېټه ، تهران ته ولاړ چې هلته د ولسمشر حسن روحاني او خپل ایراني سیال حسین دهقان سره وویني.

د ایران سرکاري خبري اژانس ایرنا خبر ورکوي چې شویګو، د حسن روحاني په نوم د روس د ولسمشر ولادي میر پوتین پیغام له ځانه سره راوړی و. ویل کیږي چې روسي وزیر په سیمه کې د ثبات د راوستلو او په شام کې د اوربند لپاره خپل عمومي نظر هم وړاندې کړ. په شام کې د تیرې پنځه کلنې شخړې پر مهال ایران او روسیه د ولسمشر بشارالاسد د سرسختو ملاتړو څخه وو. شویګو او دهقان د فبرورۍ په ۱۶ مه په مسکو کې خبرې کړې وې. د روسي ددفاع وزارت د معلوماتو له مخې ددغې لیدنې په ترڅ کې دواړه خواوو، په سوریه کې د حکومتونو ترمینځ د پوځي همکارۍ په اړه د تیر ۲۰۱۵ کال په جنوري میاشت کې د شوې موافقې د عملي کولو پر جزییاتو خبرې وکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG