د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټېوال په کوټه ګلاډیېټرز کې خپل لوبغاړي غواړي


په کوټه کې د کریکېټ یو ځوان لوبغاړی مکرم خان وایي، پاکستان سوپر لیګ به هله خوند کولی چې د کوټې ګلاډیېټرز کې کوټېوالو لوبه کولی

د پاکستان سوپر لیګ کریکېټ اتلولۍ د پای پر لور دي، خو د کوټېوالو ګیلې لاهم په زیاتېدو دي. دوی وايي،د کوټې لوبډله (کوټه ګلاډیېټرز) کې له دغه ښاره او به ټولې صوبې یوازې یو لوبغاړی لوبه کوي، چې په خبره یې د کوټې له نامه سره ناانصافي ده.

په کوټه کې د کریکټ یو ځوان لوبغاړی مکرم خان وایي، پاکستان سوپر لیګ به هله خوند کولی چې د کوټې ګلاډیېټرز کې کوټېوالو لوبه کولی:

«لوبډله د کوټې په نامه ده، خو مګر د کوټې لوبغاړي نه دي پکې اخیستل شوي. دوي له موږ سره مرسته نه کوي، زموږ ښار ډېر تکړه لوبغاړي لري. د کوټې ګلاډیېټرز له لوبډلې هم داسې مالومېږي چې په سپارښ (واسطه) اخیستل شوي دي. اوس د بریتانیا پیټرسن او نور ښه لوبغاړي دي، مګر دلته پکار وه چې د کوټې یو څه لوبغاړي شامل کړل شوي وای، لکه د هیند (آی پي اېل) په څېر، چېرته چې په یوه ټیم کې تر نیمايي پورې ځایي لوبغاړي. نو که د کوټې لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی وای نو هغوی به هم ځلېدلي ول»

مکرم خان بیا هم د کوټې لوبډلې ته دوعا کوي چې اتلولي وګټي، ځکه چې د نامه په خاطر یې ملاتړ وکړي. له دې سره مکرم خان د پاکستان کریکېټ بورډ ته هم وړاندیز ور کوي چې په کوټه او د بلوچستان نورو پښتنو سیمو کې خورا ښه صلاحییت (ټېلنټ) موجود دی او پکار ده چې هغوی ته موقعې ورکړل شي. د ده (مکرم خان) په خبره، که د کوټې لوبغاړو ته زمینه برابره کړل شي، نو په ټول هېواد (پاکستان) کې به تر هر چا ښه کارکردګي وښيي.

محمد خان هم د کوټې یو ځوان دی او له کریکېټ سره خورا مینه لري. دی هم په دې حیران دی چې د کوټې ګلاډیېټرز کې د کوټېوالو کمی دی:

«پکار ده چې له بلوچستانه هم څلور، پنځه لوبغاړي واخیستل شي؛ ولې چې پههره لوبډله کې د هغه ښار او صوبې لوبغاړي اخیستل شوي دي، مګر د کوټې یوازې یو لوبغاړی لوبه کوي»

محمد خان په دغه اړه د خپلې صوبې صوبایي حکومت هم ګرموي چې په دغه اړه یې خپل غږ نه دی پورته کړی (که څه هم په ظاهره د صوبایي حکومت له دغې ستونزې سره هېڅ کار او اختیار نشته)

محمد شهزاد هم د کریکټ یو ځوان لوبغاړی او د کوټې اوسېدونکی دی. دی وایي، په ریښتیا د کوټې لوبډلې په انتخاب کې له انصافه کار نه دی اخیستل شوی، خو په خبره یې راتلونکې کې باید چې دغه خبرې ته پاملرنه وشي:

«دا د کریکېټ بورډ لوړ رتبه اړوند چارواکيو کارونه دي. نه یم خبر چې فرشتې د لوبغاړو انتخاب کوي او که بل څوک؟ ټول هغه لوبغاړي لوبه کوي چې واسطه لري. بیا هغه واسطه که په حکومتي کچه وي او که د چاوڼۍ (پوځي) په کچه.موږ غریبان خلک یو. زموږ د هغو هېڅوک هم پوښتنه نه کوي»

د کوټې د ځوانانو د دغو نیوکو په اړه مې د پاکستان کریکزټ بورډ له چارواکیو سره د تماس نیولو هڅه وکړه،خو بریالي نه شو او بل اړخ ته د یاد بورډ له اړخه پخپله هم په دغه اړه څه وضاحت تر اوسه مخې ته نه دی راغلی.

XS
SM
MD
LG