د لاسرسي ځای

افغان حکومت د جدي انټرنیټي بریدونو سره لاس او ګرېوان دی


سایبر بریدونه

سایبر بریدونه

د افغانستان د ملي امنیت شورا تاییدوي چې هېواد د سایبر یا پرلیکه بریدونو ګواښونو سره مخ دی او دا ګواښونه جدي دي.

د دې شورا د چارواکو په حواله تروریستي او ورانکاره ډلې غواړي چې د هېواد د اقتصادي،امنیتي او فرهنګي بنسټونو د ورانولو لپاره له سایبري حملو کار واخلي.

د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر سلاکار عزیز حکیمي د یکشنبې په ورځ په کابل کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د لومړني تجربوي مرکز په پرانیست غونډه کې وویل چې اوس سایبري ګواښونه د هېواد د ګواښونو په سند کې شامل شوي او مبارزه به ورسره وشي.

« دا پدیده د یوه جدي ګواښ په توګه د افغانستان د ملي ګواښونو په سند کې ځای شوې ده. افغان حکومت د سایبري امنیت سټراټیژي ترتیب کړې او اوس د عملي کېدو په حال کې ده.»

د سایبري ګواښونو په وړاندې د مبارزې د تګلارې د جوړېدو هدف په دې برخه کې د اوسنیو او راتلونکو ګواښونو په وړاندې د مبارزې او حل لارو موندل بلل شوي.

د ملي امنیت شورا چارواکي وايي چې امنیتي او معلوماتي اطلاعات،بانکي سیسټم،مخابرات او روغتیايي سکتور هغه برخې دي چې کیدای شي سایبري یا پرلیکه حملې پرې وشي.

اخوا د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت وايي چې د سایبري حملو د دفاع لپاره یې لازم اقدامات کړي او د سایبري جرمونو د قانون طرحه یې عدليې وزارت ته هم لیږلې ده.

د دغه وزارت ویاند یاسین صمیم په دې اړه مشال راډیو ته وویل:

« د افغانستان د مخابراتو وزارت په دې برخه کې د دې کار اټکل کوي. مونږ د معلوماتو د خوندیتوب د زیاتولو په برخه کې ځینې کارونه کړي دي. ځینې اپلکیشنونه او سټنډرډونه چې پخوا د معلوماتو په ملي مرکز کې نه و موجود اوس راوړل شوي او نصب شوي دي.»

ښاغلی صمیم وایي چې د انټرنېټ او مخابراتي شبکو کاروونکي که چیرته له جعلي ادرسونو، ټيلیفوني ځورونو، ناقانونه، ترهګریزو او شکمنو کړنو سره مخ کیږي، د دې ادارې د ۹۹۹ شمېرې ته دې احوال ورکړي څو ستونزې ته لاس رسی وشي.

په افغانستان کې د سایبري یا پرلیکه حملو په اړه اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې چې د د امریکا د ملي امنیت اداري یوه پخواني قراردادي په انټرنیټي اړیکو د امریکا د کنټرول خبره افشا کړه.

صفي الله ستانکزی - کابل

XS
SM
MD
LG