د لاسرسي ځای

قهرمان: د سنګین ولسوالۍ لاره به زر خلاصه شي


هلمند ولایت

هلمند ولایت

د هلمند ولايت پوځي چارواکي وايي چې د سنګين ولسوالۍ د لارې د تصفيې لپاره پوځي عمليات روان دي.

د دفاع وزارت مرستيال او په هلمند کې د پوځي عملياتو همږغي کوونکي عبدالجبار قهرمان تېره شپه مشال راډيو ته وويل، دغه لاره له اوږدې مودې راهيسې د دولت ضد وسلوالو په کنټرول کې ده:

« په سنګين ولسوالۍ کې تصفيوي عمليات روان دي، تاسې به شاهدان ياست چې په لنډو ورځو کې به د سنګين ولسوالۍ لار خلاصه شي، چې له زياتې مودې راهيسې د وسلوالو په کنټرول کې وه.»

تر دې مخکې د هلمند چارواکو د موسى کلا له ځينو برخو د افغان قواوو د تاکتيکي شاتګ خبر ورکړى و.

XS
SM
MD
LG