د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان بانک : افغانۍ د ډالرو په وړاندې ۲۱ فیصده ارزښت بایللی


بانک لوټونه
بانک لوټونه

د افغانستان بانک وايي افغانۍ په تېر یو کال کې د ډالرو په مقابل کې یو ویشت فیصده خپل ارزښت له لاسه ورکړی.

د دغه بانک رییس خلیل الله صدیق د فبرورۍ په ۲۱ مه، په کابل کې خبریالانو ته وویل د افغانۍ د بیو له ښکته کېدو سره بیا هم د لومړنیو موادو په بیو کې د پام وړ زیاتوالی نه دی راغلی.

ښاغلی صدیق زیاتوي اروپايي هېوادونو ته د افغان ځوانانو تګ د افغانیو په ثبات بد تاثیر کړی.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي ترهغې چې په هېواد کې سوداګریز توازن کنټرول نه شي، افغانۍ به د بهرنیو اسعارو په مقابل کې لازم ثبات پیدا نه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG