د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا ۲۳ و ضلعو کې ضمني بلدیاتي انتخابات روان دي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د فبرورۍ په ۲۱ مه، د خېبر پښتونخوا په ۲۳ و ضلعو کې د ضمني بلدياتي انتخاباتو لپاره د رايو اچولو پروسه له سهاره پیل شوېده.

د خېبر پښتونخوا د انتخاباتو د کمیسیون يو چارواکي سهيل احمد مشال راډيو ته وويل چې په ۲۳ ضلعو کې د ۳۸۳ څوکیو لپاره د شپږو سوونه زيات پولنګ مرکزونه جوړ کړل شوی دي.

د نوموړي په خبره په دې ضمني ټاکنو کې شاوخوا اته سوه کانديدان برخه اخلي، او د ووټ اچولو عمل به تر ماښام پينځو بجو پوري دوام لري.

په دي کې د ۲۵۰و نه زيات مرکزونه حساس ګرځول شوي دي. په خېبر يښتونخوا کې ضمني بلدياتي اننخابات پر باچا خان پوهنتون د وسلوالو برید له وجې ځنډول شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG