د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي څلور اړخیزې غونډې ته هیله من دي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګندوي چې د سولې په اړه راتلونکې څلور اړخیزه غونډه به له طالبانو سره مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې غونډه کې به له طالبانو سره د مستقیمو خبرو له امکاناتو سربیره په نورو اړوندو مسائلو هم بحث وشي.

( د څلور اړخیزې غونډې د همغږۍ ډله به د سولې د مستقیمو خبرو اترو د نیټې ټاکلو په اړه خپلو هڅو ته دوام ورکړي او تمه ده چې د سولې د مخامخ خبرو اترو د پیل نیټه د روان کال د فبرورۍ له ختمیدو مخکي یعني د فبروۍ وروستۍ نیټې پورې وټاکل شي.)

ښاغلي مستغني وايي هیله من دي چې د فبرورۍ تر وروستیو پورې له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو ته نیټه وټاکل شي.

ټاکل شوې چې د افغانستان سولې په اړه د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلور اړخیزه غونډه د حوت په څلورمه په کابل کې جوړه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG