د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکیې د ځانمرکي برید ذمه واري یوې کردي ډلې په غاړه واخیسته


یوې کردي وسله والې ډلې د ترکیې په پلازمینه انقره کې د هغې چاودنې ذمه واري منلی دی چې ۲۸ کسان په کې ووژل شول.

درې ورځې مخکې په دې چاودنه کې تر ۶۰ زیات کسان ټپیان شوې هم وو. د جمعې په ورځ یوې کردي ډلې چې ځان ” د کردستان د ازادۍ بازان “ بولي او یو وختیې د کردستان له کارګر کوند (PKK) سره هم اړیکې لرلې، په خپلې ویب پاڼې کې د دې چاودنې ذمه واري منلې ده.

” د کردستان د ازادۍ بازان “ په نوم دا ډله وايي په انقره کې یې چاودنې، د هېواد په جنوب ختیځ کې د ترکیې د پوځ د عملیاتو په ځواب کې کړي.

دې ډلې ګواښ کړی چې خپلو بریدونو ته به دوام ورکړي او بهرنیانو او ملي سیلانیانو ته یې خبرداری ورکړی چې د سیاحت له سیمو دې لرې ګرځي.

دې کردي وسله والې ډلې تر دې مخکې د استانبول پر دویم هوايي ډګر د یو هاوان د توغولو ذمه واري قبوله کړې وه چې یو کس یې وژلی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG