د جمعې پر ورځ په اسلام اباد کې دماليې وزير اسحاق ډار په مشری کې شوې غونډه کې له ايران سره د سوداګری پراخولو کړنلا جوړه شوه.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت لخوا خپور شوی بيان وايي، اسلام اباد به د تجارت، پنګه اچونې کارۍ، بانکې، ټېکنالوژي، مالي او انرژۍ په برخه کې له تهرانه سره اړېکي بحالوي.
بيان زياتوي چې پاکستان د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لورې پر تهران د لګول شوو بنديزونو په رڼا کې خپل اخستل شوي ټول پخواني ګامونه کالعدم ګرځوي.
پر ايران د ايټم بم جوړولو تور وو خو تېر کال د نړۍ له لويو قدرتونو سره تر ايټمي تړون وروسته پر تهران لګول شوي زياتره نړيوال بنديزونه ليري يا نرم کړل شو.