د لاسرسي ځای

تازه خبر

اختر مېنګل: د بلوچستان حالات سرشمېرنې ته جوړ نه دي


د بلوچستان نېشنل ګوند اختر مېنګل
د بلوچستان نېشنل ګوند اختر مېنګل

د سردار اختر مېنګل په وینا ، حکومت باید لومړی بې کوره شوي بلوڅان خپلو سیمو ته ستانه کړي، په صوبه کې دې امنیت پر ځای کړي او افغان کډوال دې له ځايي خلکو بېل کړي او بیا دې سرشمېرنه وکړي.

پراګ: د پاکستان حکومت وايي، که یې امنیتي زمینه برابره کړه نو به په اپرېل او مې میاشتو کې په ټول ملک کې سرشمېرنه وکړي. خو بل پلو په بلوچستان صوبه کې بلوڅ او پښتانه ملت پال ګوندونه په دې اړه یو د بل ضد دریځونه لري. بلوڅ ملت پال په اوسني حالت کې د سرشمېرنې خلاف دي او پښتانه ملت پال یې غوښتنه کوي.

د بلوچستان نېشنل ګوند مشران وايي، اوسمهال په صوبه کې حالات دې ته مناسب نه دي چې حکومت دې هلته مردم شماري وکړي.

د یاد ګوند مشر او پخواني وزیراعلی سردار اختر مېنګل مشال راډیو ته وویل چې دوی په صوبه کې ځکه اوسمهال د مردم شمارۍ خلاف دي چې یو خو د دوی خلک بې کوره دي او بل امنیت نیشته.

نوموړي په دې اړه وویل، په بلوچستان کې چې له تېرو لسو کالو راهیسې کوم یاغیتوب روان دی نو د هغه له کبله خلک له هغو سیمو د بلوچستان نورو برخو او ان تر دې چې سیند او پنجاب ته کډه شوي دي. بله خبره دا ده چې مردم شماري کوونکې ډلې به دې سیمو ته څنګه ځي، چې د یاغیتوب له کبله یې امنیت خراب دی.

سردار اختر مېنګل وویل، بله مهمه مسله په بلوچستان کې د افغان کډوال شتون دی چې د ده په وینا اوس د صوبې په ښارونو کې اباد شوي دي.

سردار اختر مېنګل ادعا کوي، له تېرو څلوېښتو کالو په لکونو افغان کډوال په بلوچستان کې ژوند کوي. هغوی په کېمپونو کې محدود ونه ساتل شو بلکې په ښارونو کې یې مځکې اخیستې دي. تر څو چې دا غیر ملکي کډوال خپل هېواد ته نه وي لېږدول شوي او یا تر پېژندل کېدو وروسته کېمپونو ته نه وي لېږدول شوي نو په بلوچستان کې به مردم شماري ډېره ګرانه وي.

د سردار اختر مېنګل په وینا ، حکومت باید لومړی بې کوره شوي بلوڅان خپلو سیمو ته ستانه کړي، په صوبه کې امنیت پر ځای کړي او افغان کډوال له ځايي خلکو بېل کړي او بیا دې سرشمېرنه وکړي.

خو په صوبه کې د واکمن اتحاد غړی پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي، په صوبه کې پښتانه او بلوڅان برابر دي خو د دوی په وینا، بلوڅ مشرتابه شاوخوا څلوېښت کاله وړاندې قصداً پښتانه په اقلیت بدل کړي ول.

د یاد ګوند مخکښ او سېنېټر عثمان خان کاکړ په دې اړه مشال راډیو ته وویل،په ۱۹۷۱م کال کې چې دلته د بلوڅانو حکومت وو نو دوی د پښتانه پنځوس فیصده ابادي پنځویشت / دېرش فیصده ته راکښته کړه او خپله پنځوس فیصده بادي یې اویا / پنځه اویا فیصده ته پورته کړه. په هم دې تناسب د صوبايي اسمبلۍ او قومي اسمبلۍ سیټونه وړي، په هم دې تناسب یې ضلعې وړې دي. په هم دې تناسب بودیجه، نوکرۍ او هر څه وړي.

د سیاسي چارو کارپوه حامد میر وايي، که په بلوچستان کې له مردم شمارۍ بایکاټ وشي نو هېڅ ارزښت به یې نه وي.

نوموړی وايي، د شفافې مردم شمارۍ لپاره په کار ده چې بې کوره کړل شوي بلوڅان خپلو سیمو او افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړل شي.

د حامد میر په اند که په بلوچستان کې تر مردم شمارۍ وړاندې بې کوره شوي بلوڅان ستانه نشي او افغان کډوال خپل هېواد ته ونه لېږدول شي نو دا مردم شماري به د بلوچستان حالات د سمولو پر ځای لا پسې پېچلي او خراب کړي او د وفاق او بلوچستان ترمنځ به په اړیکو کې لا عدم توازن رامنځ ته شي.

د یادونې وړ ده چې پښتانه په بلوچستان کې ځان د بلوڅو برابر ګڼي خو بلوڅان بیا خپله ابادي تر پښتنو او ابادکارو ډېره بولي.

XS
SM
MD
LG