د لاسرسي ځای

د خاوند مرضۍ پرته خلع شرعي حثیت نه لري. مولانا شېراني


 پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل مشر مولانا محمدخان شېراني

پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل مشر مولانا محمدخان شېراني

اسلامي نظریاتي کونسل په وینا چې دا نه صرف د قانون خلاف ورزي ده بلکه د عدل وانصاف خلاف هم ده.

د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل مشر مولانا محمدخان شېراني وایي، یوه ښځه له عدالته د خاوند مرضۍ بغیر خلع نشي اخیستلای او عدالتي خلع هېڅ شرعی حیثیت نه لري.

د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسله جاري شوې خبر پاڼې په وینا د عدالت لخوا د خاوند مرضۍ بغیر د خلع په نوم د نکاح ختمولو ډګري جاري کول د اسلام احکاماتو خلاف ورزي ده، د داسې فیصلې هېڅ شرعي حیثیت نه وي او نه د داسې فیصلو په نتیجه کې طلاق یا تفریق کېږي.

خبر پاڼه لیکي عدالتونو ته پکار ده چې خلع یا فسخ نکاح کې فرق وکړي ځکه چې ډېرې داسي ښځې چې واقعي د خاوندانو د ظلمونو ښکار شوې وي او اسلامي رجحان لري نو د نکاح ختمولو په مقدمه کې د خلع په نوم کاغذ ترلاسه کولو نه پس د غیر یقینۍ ښکار وي چې ختمه شوه او که نه.

اسلامي نظریاتي کونسل وایي عموماً د عدالتي خلع په کېسونو کې ښځه په خاوند تور پورې کوي چې هغه د تنسیخ نکاح یا د نکاح ختمولو کېس جوړېږي خو د خاوند د موقف اوریدلو بغیر او د شرعي ګواهانو په ذریعه د یو ښځې له اړخه تورونه ثابتولو بغیر تورونه صحیح وګڼل شي او د خاوند خلاف د خلع په نوم فیصله جاري کړل شي.

اسلامي نظریاتي کونسل په وینا چې دا نه صرف د قانون خلاف ورزي ده بلکه د عدل وانصاف خلاف هم ده.

دې لړ کې د مذهبي چارو کار پوه پروفیسر ډاکټر قبله ایاز وایي چې دې لړ کې د علماو نظر مختلف دی.

د ډاکټر قبله ایاز په وینا که یوې ښځې سره زور زیاتی یا ظلم کیږي نو هغه له عدالت سره رابطه کولای شي.

'ما چې له څومره علماو سره مشوره کړې ده نو د هغوی په نظر چې د خلع خو مطلب هم دا وي چې یوې ښځې ته که څه مشکلات وي او له خاونده ځان ازادول غواړي نو په هغه کې اسلامي نقطه نظر داسې ښکاري چې د خاوند مرضي پکې ضروري نه ده ځکه عدالت ته دا اختیار دی چې صورتحال ته وګوري. او یو خاوند له ځان سره ښځه خامخا ساتل غواړي نو بیا خو د خلع ضرورت نه پېښېدو. په دې معاملې د هند جید عالم مولانا اشرف علي تانوي یو کتاب لیکلی دی چې پکې دا مسله ډېره په تفصیل بیان شوې ده او د هغې مېلان دې طرف ته دی چې د خاوند اجازت ضروري نه دی'

د قانونی چارو کار پوه اکبر هوتي وایي د پاکستان عدالتونه د خلع په صورت کې خاوند ته موقع ورکوي چې عدالت ته راشي او کېس وګوري او که رانشي نو عدالت بیا د خلع ډګري یو ښځې ته جاري کړې.

'د خاوند نه راتلل عدالت ته یو سوالیه نښه ده، که هغه عدالت ته رانشي او خپله صفایي وړاندې نه کړي نو په دې صورت کې به بیا ښځه څه کوي. خلع د یوې ښځې حق دی او که عدالتونه داسې فیصلې کوي او زه د یو وکیل په حیث وایم چې په هغه نقطه نظر له اسلام سره متصادم نه دی ځکه چې یو خاوند ته موقع ورکول کېږي او د واده ختمولو قانون کې دا یو نقطه هم شته چې کله یو خاوند تر یو خاص مودې پورې نه وي نو ښځې ته دا حق حاصل دی چې نکاح ختمه کړي'

د پاکستان واده ختمولو قانون ۱۹۳۹ کالله مخې تر اسلامي قانون لاندې واده شوې یوه ښځه د نکاح ختمولو لپاره له عدالت سره رابطه کولی شی او ورته که د مختلفو مسلو مخه وي لکه چې کله د یو خاوند مالومات تر څلور کالو پورې نه وي یا یې خاوند تر اووه کالو یا زیاتې مودې لپاره په جېل کې وي او یا ورسره ظلم زیاتی کوي او ورسره مالي مرستې هم نه کوي نو د نکاح ختمولو لپاره له عدالت سره رابطه کولی شي.

XS
SM
MD
LG