د لاسرسي ځای

تازه خبر

م. م: په شام کې پراخېدونکي پوځي فعالیتونه د اوربند هڅې زیانمنوي


د ملګرو ملتونو مشر بان کیمون خبرداری ورکړی چې په شام کې پراخېدونکي پوځي فعالیتونه د اوربند عملي کول او سولې خبرو بیا پیلول له ګواښ سره مخامخوي.

نوموړي د پنجشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د شام سولې بهیر د چوکاټ ټاکلو لپاره د ډېسېمبر میاشت پرېکړه لیک د عملي کولوپه اړه خپل لومړی رپورټ وړاندې کړ.

ده وویل، ((د یو شمېر خواو له لوري د پوځي فعالیت زیاتېدو او د لا زیات قوت کارولو ګواښونه د یوه پوخ سیاسي هواري هڅې له خطر سره مخامخوي.)) د شام په شخړه کې د مخالفو خواو ښکېلو ۱۷ هېوادونو د هغه قرارداد ملاتړ کړی وو.

همدا هېوادونه د روانې میاشت پر ۱۲مه سلا شوي ول چې په یوه اوونۍ کې به په شام کې مخالفتونه ودروي. خو نن چې یوه اوونۍ پوره کېږي نو بان کيمون یادونه وکړه چې د اوربند پابندي ورته نه تر سترګو کېږي ځکه چې د روسیې هوايي بریدونو په مټ، شامي حکومتي ځواکونو د شام په حلب ښار کې کارروایانو ته دوام ورکړی چې یاغیان محاصره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG