روسیه وايي، په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې او طالبانو فعالیتونه د اندېښنې وړ دی.
دا خبره د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروفا د پنجشنبې پر ورځتېره ورځ په مسکو کې خبریالانو ته وکړه.
زخاروفا زیاته کړه چې د وسله والو پر ضد په جګړه کې افغان امنیتي سرتېرو ته هم زیاته مرګ ژوبله ور په برخه کېږي.