د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستاني کډوال: حکومت له تېرو اتو میاشتو راهيسې خواړه نه راکوي


په پېښور کې د شمالي وزیرستان ځېنې کډوال وايي، حکومت ورته له تېرو اتو میاشتو راهیسې خواړه او پیسې نه ورکوي.

دوی د پنجشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل، د مرستو نه ورکولو لامل دا دی چې پر شناختي کارډونو یې د داسې سیمو پتې دي چې هلته د وسله والو پر ضد د پاکستاني پوځ عملیات نه دي روان.

یو کډوال کامل خان وايي، ثبوت لري چې دی د غلام خان سیمې دی خو د شناختي کارډ پته یې د دوسلي ده ځکه ورسره مرستې نه کېږي.

په قبایلي سیمو کې د قدرتي ناورینونو انتظام اداره (اېف ډي اېم اې) وايي، د ځېنو سیمو یا تحصیلونو اوسېدونکي د مرستو تر لاسه کولو په نوملړ کې نه دي شامل نو ځکه ورته خواړه یا پیسې نه ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG