د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کرکټ ملي لوبډله سبا له عربي متحده اماراتو سره لوبه کوي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله اسیا کپ ته د لارمېندنې لپاره سبا له متحده عرب اماراتو سره په بنګله دېش کې لوبېږي.

افغانستان به له هانګ کانګ او عمان سره هم لوبه کوي. په دې درو لوبډلو کې به د سر لوبډله د روان کال په اسیا کپ کې له پاکستان ، هند ، سري لنکا او بنګله دېش سره برخه اخلي.

ایشین کرکټ کونسل پرېکړه کړې ده چې دا کال به په اسیا کپ کې پنځوس اوریزې نه بلکې شل اوزیزې لوبې تر سره کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG