د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د برمته شویو وزیرستاني مشرانو ویډیو خپره کړه


د شمالي وزیرستان یو انځور
د شمالي وزیرستان یو انځور

تحریک طالبان پاکستان (حکیم الله مسید ډلې) د هغو دوو ملکانو ويډيو خپره کړه چې پنځه ورځې وړاندې خوست ته په لاره د کرمې ایجنسۍ له ببرک تاڼې نه تښتول شوي وو.

په ډېره اسماعیل خان کې د مشال راډیو خبریال سیلاب مسید وايي دغه ویډیويي کلېپ څه کم اوه دقيقې دی او دا ورته د تحریک طالبان پاکستان ( حکیم الله مسید ) ډلې پورې تړلي یو تن سیف الله وزیر ور استولی دی.

په ویډیو کې دواړه مشران ملک جانان او ملک مزاګي د ژمي په مناسب لباس کې ښودل کیږي.

طالبانو ددغو مشرانو د خوشې کولو لپاره څه ډول شرایط نه دي وړاندې کړي، خو وايي د یوې جرګې له لارې به د دغو مشرانو د برخلیک پریکړه کوي.

XS
SM
MD
LG