د لاسرسي ځای

مومند ایجنسي: په دوو بریدونو کې ۹ خاصدار سرتیري وژل شوي


د ارشیف انځور

د ارشیف انځور

د مومند ایجنسۍ چارواکو نن د پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه په دوو بیلا بیلو پېښو کې د خاصه دار ځواک نهه سرتیري وژل شوي دي.

لومړۍ حمله د یکه غونډ په دروازګۍ او دویمه د پنډیالۍ په لاټري چیک پوسټ کې شوې ده. په لومړۍ پېښه کې دوه او په دویمه کې اوه سرتیري وژل شوي دي.

په غلنۍ مومند ایجنسۍ کې ډاکټر ریاض خان مشال راډیو ته وویل چې ددوی روغتون ته وروړل شوي جسدونه په سرونو پر ډزو لګېدلي وو.

تحریک طالبان پاکستان (جماعت الاحرار ډلې) ویاند احسان الله احسان مشال راډیو ته په یوه بریښنا لیک کې د دواړو بریدونو ذمه واري قبوله کړېده.

XS
SM
MD
LG