د لاسرسي ځای

د افغان وژنې پر ضد په کابل کې لاریون


کابل: په افغانستان کې د ولسي وژنو پر ضد لاریون

کابل: په افغانستان کې د ولسي وژنو پر ضد لاریون

مظاهره کوونکیو وویل، وسله وال طالبان، د اسلامي دولت ډله او داسې نور افغان دښمنه ګروپونه له افغانستانه بهر روزل کېږي، تمویلېږي او بیا افغانستان ته لېږل کېږي.

د کابل ښار احمدشاه بابا مینې، ځوانانو ټولنې د یوه لاریون په ترڅ کې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو او په ټولیزه توګه د ترهګرو ډلو اعمال وغندل.

دوې وویل، په افغانستان کې د زرګونو ولسي وګړو د وژلو عاملین وسله وال طالبان او نورې ترهګرې ډلې دي.

د کابل ښار احمد شاه بابا مېنې د ځوانانو د ټولنې غړو په هېواد کې د ټولو ولسي وګړو د وژلو پړه پر وسله والو طالبانو واچوله او له نړېوالې ټولنې یې وغوښتل چې د افغانانو پر ضد دې د وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د بریدونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

دوی دغه شان د ترهګرو پر ضد د هېواد د درې ګونو امنیتي ځواکونو هڅې وستایلي او له حکومته یې وغوښتل چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو روزلو او تجهیزولو ته پام وکړي.

د مظاهرې په پای کې د یادې ټولنې ویاند رحمن الله سالارزي یو پرېکړه لیک ولوستلو:

"په ا فغانستان کې د ټولو ولسي وګړو د وژولو عاملین وسله وال طالبان دي، له نړېوالې ټولنې غواړو چې د افغان پوځ د پیاوړتیا لپاره خپلې ژمنې پوره کړي څوافغان ځواکونه وتوانیږي د هرډول ترهګرو مخه ونیسي، همدارنګه نړېواله ټولنه دې د ترهګرو د بریدونو په مخنیوي کې مرسته وکړي."

دوی وویل، وسله وال طالبان، د اسلامي دولت ډله او داسې نور افغان دښمنه ګروپونه له افغانستانه بهر روزل کېږي، تمویلېږي او بیا افغانستان ته لېږل کېږي.

تیره اونۍ د ملګرو ملتونو سازمان په دوه زره پنځلسم ميلادي کال کې د افغانستان په جنګونو کې د ولسي وګړو د وژلو په اړه یو راپور خپور کړ.

په راپور کې د څه باندې یوولس زرو ملکي خلکو وژلو ته اشاره شوې ده.

راپور د دې وژنو د دوه شپیته فیصدو پړه پر وسله والو طالبانو او د۱۷فیصدو، پر افغان ځواکونو اچولې ده.

مظاهره کوونکو ویل، د دغو ټولو ملکي کسانو د وژلوعاملینو وسله وال طالبان او دوی ته ورته نورې ډلې دي.

مظاهره کوونکو د وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو پرضد د هېواد د درې ګونو امنیتي ځواکونو د هڅو د ستایلو په ترڅ کې د افغان ځواکونو ملاتړ اعلان کړ.

دوی وویل چې افغان ځواکونه باید نورهم پیاوړي او تجهیز شي.

په دې اړه د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هېواد د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره هڅې تیزې شوي او ښې نتیجي یې ورکړي.

د دې وزارت ویاند دولت وزیري ازادي رادیو ته وویل:

"د افغانستان د حکومت مشران هڅې کوي چې افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي شي، د دفاع وزارت هڅې تیزې کړي چې د ځواکونو هر ډول ستونزې اوارې کړي، ويې روزي او په پرمختللو وسلو یې تجهیز کړي. همدارنګه هڅې روانې دي چې په تشکیلاتو، تخنیک، وسلو او روزلو کې یې یوه ستونزه هم پاتې نه شي."

سربېره پردې د ملګروملتونو د سازمان راپور له خپرېدو وروسته ګڼو مدني ټولنو، ځینې سیاستوالو او کارپوهانو په ناستو او تبصرو کې د ملکي افغانانو د وژلو ټوله پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده.

خو د ملګروملتونو سازمان استازي وايي، دوی خپل راپور له خلکو سره د مرکو پر مټ ترتیب کړی دی.

د ملګروملتونو د سازمان استازي د دې ترڅنګ په جنګ کې له ښکېلو خواو غواړي چې د نښتو پر مهال دې د ولسي وګړو ژغورلو ته پام وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG