د لاسرسي ځای

کارپوهان وايي، حکومت ته هر لس کاله پس سرشمېرنه او کور شمېرنه کول پکار ده ځکه چې په ملک کې ټول ترقیاتي کارونه د دې پر بنیاد کېږي.

د پاکستان حکومت تکل لري چې اتلس (١٨) کاله پس د سږني کال په اپریل او یا مې میاشت کې د دغه هېواد شپږمه سرشمېرنه او کورشمیرنه ترسره کړي او دا عمل به په نوولس (۱۹) ورځو کې سر ته رسي. په لومړیو درو (۳) ورځو کې به د کورونو شمېرنې عمل، په پنځلس (۱۵) ورځو کې به د سرشمېرنې عمل او په یوه ورځ کې به د بې کوره خلکو ډېټا راغونډول کېږي.

د پاکستان سرشمېرنې (شمارياتو) ادارې يو چارواکي د نوم نه ښودولو په شرط مشال راډيو ته وويل، ټاکل شوې وه چې د روان کال په مارچ میاشت کې به په ملک کې سرشمېرنه او کور شمېرنه کېده خو د پوځ د مصروفیاتو له وجې به اوس دا شمیرنه د اپریل میاشتې په آخره او یا د مې میاشتې په ړومبۍ اونۍ کې هم د پوځ په نګرانۍ کې کېږي.

د نوموړي وینا وه چې د سرشمېرنې او کور شمېرنې لپاره ټول ملک په یو لاک شپږ شپېته زره (۱۶۶۰۰۰) برخو وېشل شوی دی او د هرې برخې امنیت لپاره ورته یو پوځي اهلکار پکار دی خو په کومو ځایونو کې چې د امنیت وضعه ښه نه ده نو امکان دی چې هلته د پوځي اهلکارانو تعداد زیات کړل شي او د سرشمېرنې او کور شمېرنې په دې ټول بهیر به څوارلس (۱۴) اربه روپۍ لګښت راځي، چې وفاقي او صوبايي حکومتونه په ګډه سره برداشتوي.

په ملک کې د سرشمېرنې او کورشمېرنې د اهمیت په باب کارپوهان څه نظر لري؟

په پېښور پوهنتون کې د شمارياتو څانګې يو استاد ډاکترعالمګیر وايي چې حکومت ته هر لس کاله پس سرشمېرنه او کور شمېرنه کول پکار ده ځکه چې په ملک کې ټول ترقیاتي کارونه د دې شمېرنې په بنیاد کېږي.

د نوموړي په وینا چې د سرشمېرنې او کورشمېرنې د ډېټا پر بنسټ د راتلونکې لپاره منصوبه بندي کېږي او که دا شمېرنه تر خپل ټاکلي وخته يو کال هم ځنډېږي نو نقصانات يې ډير زيات وي ځکه چې بيا د منصوبه بندۍ ټول عمل په اندازو چلېږي.

د ذکر ده چې په پاکستان کې په وروستي ځل سرشمېرنه او کور شمېرنه اتلس کاله وړاندې په ١٩٩٨ م کال شوې وه او د هغه وخت په سرشمېرنې او کور شمېرنې کې د ملک آبادي د ١٣ کروړه ٥٠ لکو نه زياته ښودل شوې وه.

لیکوال او د سياسي چارو کارپوه سلیم احمد وايي، د سیاسي مجبوریو او د امنیت په وجه حکومتونه سرشمېرنې ته اهمیت نه ورکوي نو ځکه په هېواد کې تل سرشمېرنه او کور شمېرنه ځنډنۍ کېږي.

ياده دې وي چې د پروسږکال په مارچ مياشت کې د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ شوې د مشترکه مفادات کونسل په غونډه کې فيصلهشوې وه چې د ملک آبادي معلومولو لپاره به د روان کال په مارچ میاشت کې سر شمېرنه او کورشمېرنه کوي.

XS
SM
MD
LG