د لاسرسي ځای

 په بدخشان او کندز ولایتونو کې ۳۲ وسله وال وژل شوي


د افغانستان د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په ارګو ولسوالۍ کې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بېدار نن مشال راډیو ته و ویل چې د سېشنبې پر ورځ افغان ګډو ځواکونو په سپين ګل سیمه کې تصفیوي عملیات پيل کړي چې اوس هم روان دي.

په ورته وخت کې د کندز د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر احمد معصوم هاشمي وايي، تېره ورځ د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د دشتي ارچي په ولسوالۍ او دکندز مرکز اړوند د ګټه خېلو او ناصریانو په سیمه کې ۱۵وسله وال طالبان وژل شوي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG