د لاسرسي ځای

نواز شريف: قامي احتساب اداره دې ولس نه ځوروي


د پاکستان وزيراعظم نواز شريف

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف

نواز شريف وايي، قامي احتساب اداره (نېب) د بې ګناه خلکو کورونو او دفترونو ته ننوځي او هغوی تنګوي او دا نه ګوري چې کوم کېس سم دی او کوم نه.

د پاکستان وزیراعظم نواز شريف ويلي چې د هېواد قامي احتساب اداره دې ولس نه ځوروي او خپل کار دې په ذمه وارۍ سره تر سره کړي. نوموړي دا خبره تېره ورځ (سېشنبه)د پنجاب صوبې په بهاولپور کې د واکمن پاکستان مسلم ليګ نون ګوند غړو ته د وينا پر وخت وکړه او زياته يې کړه چې قامي احتساب اداره يا نېب د بې ګناه خلکو کورونو او دفترونو ته ننوځي او هغوی تنګوي او دا نه ګوري چې کوم کېس سم دی او کوم نه.

نوموړي وويل چې په ناسمو کېسونو کې د خلکو بې عزته کول، د هغوی نيول او له کاره راګرځول ښه خبره نه ده.

نواز شريف زياتوي مخکې یې هم دا خبره د قامي احتساب ادارې مشر په پام کې راوستې وه او بیا به يې هم راولي.

نوموړي وويل چې د نیب مشر دې د دې معاملې نوټس واخلي او که داسې ونشول نو حکومت به پخپله په دې لړ کې ضروري او قانوني کاروایي کوي.

بلخوا پخواني ولسمشر او د پیپلز ګوند شریک چیرمیېن اصف علي زرداري د وزیراعظم نواز شریف له لوري پر قومي احتساب ادارې له تنقیده پس خپل ردعمل کې ویلې دي چې له قومي احتساب ادارې سره سره د وزیراعظم قومي تحقیقاتي اداره اېف ای اې هم دغه کار کوي او د اتلسم ترمیم مسلسله خلافورزي روانه ده.

ده وویل چې د وزیراعظم خپل وزیر ویلي دي چې د پیپلز ګوند پخواني وفاقي وزیر ډاکټر عاصم څه غلا یا درغلي نه ده کړې خو د دې باوجود ډاکټر عاصم له څو میاشتو راهیسې ځورول کېږي.

د وزیراعظم نواز شریف د اوسنیو څرګندونو په اړه د سیاسي چارو کار پوه سلیم احمد وایي، ښايي وزیراعظم په پنجاب صوبه کې د قومي احتساب ادارې د ځینو کېسونو په اړه خوشاله نه وي، په دې ورستیو کې حکومتي دریځ د پیپلز ګوند خوا ته لږ نرم وو او په ځینو خبرو کې یې ملګرتیا هم کوله خو په ښکاره ځکه نه راتلو چې د درغلیو خلاف یو لوی مهم روان ی او په کراچۍ کې اپرېشن هم روان دی.

د سیاسي چارو یو بل کار پوه اېمل خټک وایي له څه مودې راهیسې له حکومت سره تړليو خلکو په اړه د درغلۍ خبرې کېدې او د وزیراعظم له بیانه داسې ښکاري چې حکومت پر نېب فشار راوړي چې حکومت او له حکومت سره تړلیو خلکو پروړاندې دې ګام نه پورته کوي.

په قومي احتساب ادارې د عدالت، د ولس او مطبوعاتو له اړخه دا فشار دی چې په درغلیو کې ککړو خلاف دې جدي اقدامات وشي. او کېدی شي چې وزیراعظم او ورسره تړليو خلکو ته دا احساس شوی وي چې نېب د درغلیو کېسونه تر ډېر وخت پورې له نظره ونه باسي او ورو ورو نېب خلک هم نیسي نو زما په خیال حکومت او له حکومت سره تړلي خلک وېرېدلي دي.

قامي احتساب اداره په پاکستان کې د اداري درغلیو مخنيوي او په اداري فساد کې د ککړو کسانو پر ضد دنده تر سره کوي خو ځينې سياستوال په دې نظر دي چې دا اداره د پوځ تر اغېز لاندې ده.

XS
SM
MD
LG