د لاسرسي ځای

په پکتیا کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې په تېرو څلریشتو ساعتونو کې د غزني ولایت په ده یک او اندړو ولسوالیو کې ۷ وسلوال وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د ملي اردو په عملیاتو کې ۷۳۳ کیلو ګرامه تریاک، یوه اندازه وسلې او په تور يې درې کسان نیول شوي دي.

نن د سې شنبې پر ورځ په پکتیا کې د تندر ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په غزني کې د ملي اردو ځواکونو د ده یک ولسوالۍ د سنګر په سیمه کې د وسلوالو پر پټن ځایونو د درنو وسلو بریدونه کړي، چې له کبله يې درې وسلوال وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

چارواکي زیاتوي، چې د ملي اردو ځواکونو د غزني د اندړو په ولسوالۍ د محکم په سیمه کې هم د وسلوالو سره مخامخ نښته کړې، چې په پایله کې يې څلور وسلوال وژل شوي او دوه نور ټپیان کړي دي.

بل لوري ته د پکتیا د تندر ځواکونو چارواکي وايي، چې یادو ځواکونو د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د سپین جومات په سیمه کې چاڼیز عملیات کړي، چې په ترڅ کې ۷۳۳ کیلوګرامه تریاک ، درې صندوقه د دهشکې مهمات، یو تومانچه، یو میل کلاشینکوف او نور توکي يې نیولي دي.

پدې عملیاتو کې د ملي اردو د سرتیرو له خوا د یادو نشه يي توکو د ساتنې او قاچاقو په تور درې کسان هم نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي:

((د ۲۰۳ تندر قول اردو د څلورمې پلې لوأ منسوبینو د امنیتي ځواکونو سره په ګډه د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د سپین جومات په سیمه کې چاڼیز عملیات ترسره کړی، په ترڅ کې (۳)صندوقه د دهشکې مهمات، یوه قبضه تومانچه، یو میل کلاشنکوف، یو عراده ډاټسن موټر او (۷۳۳) کیلوګرامه تریاک په لاس راوړي دي، چې په توریې (۳) تنه هم نیول شوي دي.))

د یو بل خبر له مخې د ملي اردو سرتیرو د غزني او لوګر ولایتونو په مربوطاتو کې (۳)کړۍ د وسایطو ضد ماینونه هم کشف او په سیمه کې يې چاودنه ورکړې ده.

د یادونې وړ ده تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د ملي اردو د دې ادعاوو په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG