د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو د وزیرستانیو کډوالو دوه مشران تښتولي


ملک جانان او ملک مزګی حسن خېل دوه ورځې مخکې له پېښوره خوست ته روان ول چې ورک شول.

په بنو او جنوبي وزیرستان کې د پاکستان استخباراتي چارواکي وايي، د شمالي وزیرستان د جرګې دوه مشران تښتول شوې دي.

د اتمانزیو وزیرو یوه مشر نن د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل، ملک جانان او ملک مزګی حسن خېل دوه ورځې مخکې له پېښوره خوست ته روان ول چې ورک شول.

دی وايي، دې ملکانو په پېښور کې، له خوسته د شمالي وزیرستان کډوالو خپلو کلیو ته د ستنېدو په اړه له چارواکو سره خبرې کړې وې. د پاکستانیو طالبانو (حکیم الله مسود) ډلې د دې کسانو تښتولو ذمه واري منلې ده.

نور تفصیل د سېلاب مسود په رپوټ کې واورئ

وسله والو د وزیرستان دوه مشران تښتولي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG