د لاسرسي ځای

د افغانستان ننګرهار ولایت کې ۲۵ تنه وسله وال وژل شوي



د ننګرهار چارواکي وایي، د تېرو دوه ورځو راهیسې د افغان ګډو امنیتي ځواکونو له لوري د اچین ولسوالۍ اړوند سیمو کې د وسله والو پر ضد چاڼیز عملیات پیل شوي چې وسله والو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال جنرال فضل احمد شېرزاد تېره ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل چې په دغو عملیاتو کې تر دې مهاله ۲۵ تنه داعش وسله وال وژل شوي او لس تنه نور یې ټپیان شوي دي.


شېرزاد زیاتوي چې د عملیاتو په ترڅ کې یې د اچین ولسوالۍ اړوند اتلس کلي له وسله والوپاک کړي او وايي چې تر هغې به عملیات دوام ومومي څو پورې چې د اچین ولسوالۍ اړوند ټولې سیمې له وسله والو څخه پاکې شوي نه وي. وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG