د جنوبي وزیرستان په تنايي سیمه کې د امنیتي ځواکونو یو اهلکار په بمي چاودنه وژل شوی دی.
د سیمې استخباراتي سرچینو مشال راډیو ته وویل چې پیښه نن د ګل ورخې ګهیځ هله رامنځ ته شوه چې یو امنیتي سرتیرې له یو چیک پوسټه بل چیک پوسټ ته روان و او په لاره کې پرې د ماین چاودنه وشوه.
د پیښې ذمه واري تردې دمه چا نه ده قبوله کړې.