د لاسرسي ځای

ملګري ملتونه: ۲۰۱۵ کال د افغانستان لپاره ډېر خونړی و


په کابل کې د یوې ځانمرګې حملې نه پس انځور

په کابل کې د یوې ځانمرګې حملې نه پس انځور

ملګري ملتونه وايي په ۲۰۱۵ م کال کې په افغانستان کې ملکي تلفات تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي و. دا خبره د فبرورۍ په ۱۴ مه، ملګرو ملتونو په ۲۰۱۵ کال کې په وسله والو شخړو او جګړو کې د ملکي وګړو د خوندیتوب د کلني راپور د خپرولو پرمهال وکړه.

دغه کلنی راپور ، چې دملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) لخوا دبشري حقونو لپاره دملګرو ملتونو دعالي کمیشنیرۍ له دفترسره په همغږۍ برابر شوی ښيي، چې د خلکو د اوسیدو په شاوخوا سیمو کې د جګړو او په لویو ښارونو کې دپېچلو ځانمرګو بریدونوزیاتیدل، په ۲۰۱۵ کال کې د ملکي تلفاتو(مړینې او ټپیانو) د کچې د زیاتیدو اصلي عوامل دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د یوناما مشر نیکولاس هیسم وویل:

« دغه زیان چې ملکي وګړو ته رسیږي په بشپړ ډول د نه منلو وړ دی.موږ په ټولو غاړو چې د افغانستان خلکو ته زیان رسوي غږ کوو، چې د ملکي وګړو د خوندیتوب په تړاو خپلې ژمنې په عمل کې پلي او په ۲۰۱۶ کال کې د ملکیانو وژنه او معیبونه بنده کړي.»

یوناما وايي په ۲۰۱۵ کال کې ۱۱۰۰۲ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې (۳۵۴۵ تنه وژل شوی او۷۴۵۷ تنه ټپیان) ثبت کړیدي، چې په دې توګه ۲۰۱۵ کال د ملکي تلفاتو له اړخه له ۲۰۱۴ کال څخه مخکې شو.

XS
SM
MD
LG