د لاسرسي ځای

چودري نثار وايي په پاکستان کې داعش نشته


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان

د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزير وايي په دغه هېواد کې د اسلامي دولت وسله واله ډله موجوده نه ده.چودري نثارعلي خان د فبرورۍ په ۱۳ مه په راولپنډۍ کې خبریالانو ته وویل، په پاکستان کې ځینې وسلوالې ډلې د داعش له نومه ګټه پورته کوي.

که څه هم نوموړی په پاکستان کې د نړۍ په کچه د سختدریځې پېژندل شوې ډلې داعش له موجودیت څخه سکوټ انکار کوي، خو بل پلو ځینو نورو پاکستاني چارواکو بیا په خپلو څرګندونو کې ویلي چې دغه ډله په پاکستان کې فعاله ده.

همدا تېره اونۍ د پاکستان د استخباراتي ادارې ( انټیلېجنس بیورو ) مشر افتاب سلطان د کورنیو چارو په اړه د سینیټ کمیټۍ ته ویلي وو چې په پاکستان کې د داعش شبکه موجوده ده او پاکستاني امنیتي ادارو، د عملیاتو په ترڅ کې دغه شبکه تر ډېره حده له منځه وړې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثارعلي خان د مدرسو د راجسټر کولو په اړه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل چې مدرسې د ترهګرۍ په مخنیوي کې مهم رول لوبولی شي او د ټولو مدرسو د راجسټر کولو په حق کې پریکړه شوېده.

نوموړي دا هم وویل چې په راتلونکیو څو ورځو کې به د وفاق المدارس یوه غونډه هم کېږي چې پکې به د پاکستان وزیراعظم نوازشریف او د پوځ مشر جنرال راحیل شریف هم برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG