د لاسرسي ځای

راځئ په کور سره جرګه شو


د افغانستان لویې جرګې تالار - د ۲۰۱۳ز کال د نومبر ۲۱مه.

د افغانستان لویې جرګې تالار - د ۲۰۱۳ز کال د نومبر ۲۱مه.

لیکوال: عبدالله حسرت

د تاريخ په اوږدو کې جګړې او سولې د یوه او بل له ګرېوانه لاس نه دی ایستلی. انسانانو د خپلو ګټو د خونديتوب او له انزوا څخه د راوتلو لپاره له نورو انسانانو سره ټولنيز تعامل وکړ. د انسانانو تر منځ اړیکي کله د همکارۍ پر اساس ول او ځېنې وخت يې بیا د جګړې بڼه غوره کړه. د ټولنیز ژوند له ارتقا سره د ژوند تېرولو طریقې، ارزښتونه، لومړیتوبونه او مهارتونه تغیر شول. د دولتونو تر جوړېدو وروسته نه يوازې يو شمېر صلاحيتونه د ټولنې د ځواکمنو او يا هم غوره شويو کسانو په برخه شول بلکې د همدې ټولنې د ګڼ شمېر داخلي چارو د تنظيم تر څنګ د بهرنيو سوله یيزو او جګړه یيزو اړيکو د پرمخ بيولو مسووليت هم د حکومت تر نامه لاندې ورپه غاړه شو.

د نړۍ له پرمختګ سره سره د جګړې څرنګوالي، تاکتیکونو او خونړیتوب هم توپیر وکړ. د هیوادونو تر منځ مستقیمې جګړې پر نیابتي جګړو بدلې شوې، چې د دولتونو د نارسمي وسله والو ډلو او يا هم د ګوډاګيو حکومتونو له خوا پر مخ بیول کېږي. د خپلو ستراتیژیکي اهدافو لپاره د وسله والو ډلو په تمويلولو سره، هغو هیوادونو چې په سیمه ییزو یا نړیوالو جګړو کې ښکېل ول، وکولای شول چې ځانونه د نړیوالو مخې ته له ملامتیا او مسووليته وژغوري. همداراز يې د نوي عصر د خورا مصرفي جګړې او عامه وژنو او تباهۍ هم مخنیوی وکړ. ځکه چې د معاصرو اټومي وسلو استعمال خورا زیات مالي لګښت ته اړتیا لري او بې سارې بربادي پېښولای شي. د جګړې په نظامي، سیاسي او اقتصادي اړخونو کې د بدلون ادراک کوونکو هیوادونو وکولای شول، د خپلو خلکو، خاورې، ملي ګټو خونديتوب او اهدافو ته د رسېدو په خاطر خپل نظامي قوتونه له نویو غوښتنو سره سم کړي. هغه هیوادونه چې د دغو بدلونونو درک یې ونکړای شو، پر مالي وسایلو او شتمنيو لرلو سربېره هم په نظامي توګه انحصاري پاتې شول.

د نړیوال ښکېلاک تر ماتېدو وروسته د نویو جوړو شويو هیوادونو تر منځ د پولو پر سر لانجې او شخړې د نړیوالې سولې لپاره یو بل سرخوږی شو. د دغو هیوادونو تر منځ جغرافیایي وېش په داسې ډول وشو، چې د استعماري قوتونو له فزیکي شتونه پرته هم د هغوی سيمه ییزې ګټې خوندي پاتې شي. له بده مرغه د نړۍ د ځېنو هیوادونو تر منځ دغه وېش په داسې غیر عادلانه ډول وشو چې هېڅ انساني، قومي او سیاسي فکر نشو توجیه کولای. په ډېرو ځایونو کې قومونه د هغوی د خوښې برخلاف په جلا، جلا جغرافیایي واحدونو کې پرځای شول. له همدې امله وخت پر وخت بېلتون غوښتونکي خوځښتونه، پاڅونونه او د هیوادونو تر منځ د پولو پر سر شخړې ولاړې شوې.

افغانستان د اسیا زړه دی

د یوه هیواد جغرافیایي موقعیت او قومي جوړښت یو له هغو مهمو عواملو څخه دی چې د هغه هیواد لپاره د سیاسي، ستراتیژيکو، ټولنيزو او اقتصادي فرصتونو او ننګوونو ښکارندويي کوي. د سيمې هیوادونو تر منځ د نظامي او اقتصادي منابعو او قوې د توپیر، د پولو پر سر له ګاونډیانو سره ستونزې، او د يو بل ملي ګټو ته په احترام نه قایلېدل، هغه عوامل دي چې سيمه یيزه او نړيواله همغږي له منځه وړي، او نيابتي، غیر مستقيمې او کله نا کله مستقيمې جګړې ته لاره هواروي.

افغانستان چې د اسيا زړه بلل کېږي، د یوه داسې ستراتيژیک موقعيت درلودونکی هيواد دی چې د پراخو سیمه ییزو او نړيوالو همکاريو مرکز ګرځېدای شي، چې نه يوازې افغانستان بلکې ګاونډي هيوادونه او نړيوال قدرتونه یې هم له پايلو څخه په بشپړه توګه برخمن کېدای شي. خو له بده مرغه له تېرو څو لسیزو راهیسې د همکارۍ برعکس سياستونو وخت پر وخت د افغانستان ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښونه پېښ کړي دي، چې لوي لامل یې د سترو قدرتونو تر منځ د ملي ګټو ټکر او د دغو ګټو د ساتنې لپاره د افغانستان د خاورې استعمال دی.

له دې سره، سره د افغانستان د سیاسي قشر له لوري د نړۍ پر مخ د پورته ذکر شويو تحولاتو په درک کولو کې ناکامي هم زموږ د اوسني حالت یو ستر لامل دی. هغوی چې له وخته مخکې او له وخته وروسته مزل کوي، د وخت او زمانې له عمومي رفتار سره په ټکر کې وي نو اټکلي ده چې برخليک به یې زموږ په څېر وي. په هيواد کې د واک پر سر د خود غرضو جګړو پايله همدا شوه چې فقر او بې وزلۍ مو مېلمنې شوې، ملي ارزښتونه او ګټې مو تر پښو لاندې شول، د پرديو بدرنګو او بې رنګو لښکرو مو د ۵۰۰۰ کلن تاريخ غرور رامات کړ. اداره مو وپاشل شوه، او ملي شتمنۍ مو لوټ شوې. دا هر څه به ولې نه کېدل؟ ايا موږ چې څه کول او لا یې کوو، د هغو کړنو پايله بل څه کېدای شي؟ ايا د جوارو له تخمه چا د غنمو حاصل اخيستی؟ که د خپل ضمير هندارې ته ودرېږو نو ايا خپل ځان ته به د کتو توان ولرو؟ ايا خپل لاسونه مو کتلي!! کېدای شي لا به هم د کوم بېګناه افغان په وينو سره وي! کېدای شي لا به مو هم د چا ګرېوان نيولی وي. یوه شاعر څه ښه ويلي:

ونې، ونې! ډېر درسره ښه کېږي

تبر سره لاستی ستا ملګری دی

موږ د جګړې پر دوام راضي ښکارو

زموږ همدغه داخلي ضعف، بې اتفاقي، د يوې پياوړې ادارې نه شتون، د سیاسی کلتور نه وده، د تېرو طلايي وختونو په خيال پلو کې د اوسېدو عادت، د پرديپالنې عامېدل، د رهبرۍ نه شتون، د نړیوالو تر منځ د رسه کشۍ میدان جوړیدل، ټول هغه څه دي چې موږ یې د نړيوالو له سیالۍ ایستلي يو. د خپلو دغو ستونزو او بدبختيو تر ټولو ستر عاملين هم پخپله يو او لا هم د دغو ستونزو د حل لارې په پردیو کې وینو. د جرګو او مرکو د وطن شمله ور او برېتور د پرديو په کور د هغوی په طرحه، خوښه او وخت سره ورټول او په تروش تندي يوه پیاله چای سره وڅښي. خو دا فکر نه کوي چې په دغه پياله کې د کوم مظلوم او بېګناه افغان وينې وې. د عامو افغانانو سترګې وي چې ګوندې د سولې او خیر خبر به واوري خو همدا ناستو خپلو او پرديو، همدې مرکچيانو له قالين پوشه ميليون ډالري قصرونو او ماڼيو څخه د بې وزله افغانو ميندو زلميانو بچيو ته قومنده ورکړې وي چې د ټوپک له ماشې ګوتې لرې نه کړئ، او سوله لا هم پر تاسې حرامه ده.

دا سمه ده چې روانه جګړه څو اړخونه لري، خو دا به سمه نه وي که ووايو چې موږ د جګړې پر دوام راضي نه يو. د جګړې په غځېدو او خونړيتوب يې زموږ عمومي چوپتيا، او د سولې لپاره د دواړو ښکېلو افغاني خواو پر بهرنيانو انحصاري کېدل د سولې راتګ مخې ته تر ټولو ستر خنډونه دي. دواړه خواوې بايد دا هېر نه کړي چې دوی له سولې څخه زيات د جګړې په ډګر کې پر بهرنيو متکي دي. د جګړې په ډګر کې د دواړو لوريو هغه لاسته راوړنې چې پر مټ یې دوی د سولې لپاره مخکې له وخته شرايط وړاندې کوي، د نړۍ او سيمې په سياسي چاپېريال کې له اوښتون سره سم پکې بدلون راتللای شي.

د سولې تنده

افغان ولس له بل هر وخت څخه زيات د سولې تږی معلومېږي. که په اوسني حالت کې یو لوری سولې ته (نه) وايي یا یې مخې ته خنډېږي نو دا له افغانانو سره د دښمنۍ اعلان دريځ تعبيرېدای شي او لرې نه ده چې ولس خپله پرېکړه د دوی پر وړاندې واوروي. ځکه چې افغانان پر دې پوهېدلي چې د جګړې قربانيان دوی دي او ګټې د نورو پکې نغښتې دي.

خانان به بيا سره خانان شي

منځ کې به یې خاورې شي رامبېل چامبېل ګلونه

اړینه ده چې د مصلحت له مخې ځېنې داسې خبرې وزغمو چې د زغملو نه دي. داسې څه ووايو چې ویل به یې د يو شمېر خلکو پر غوږو ښه نه لګي. او همدا نه يوازې د اوسنيو حالاتو غوښتنه ده بلکې د خدای د دين امر هم دی. اړينه ده چې په خپل کور کې سره جرګه شو. حقيقتونه سره تسليم کړو. د سولې لپاره هر اخيستل شوی ګام نه يوازې وستايو بلکې د سوله یيزو شعارونو لپاره قلمي جهاد او تبليغ وکړو. همدا مو د خلاصون او برياليتوب يوازينۍ لاره ده.

عبدالله حسرت يو خپلواکه ليکوال دی چې پر بېلا بېلو ملي، سيمه ییزو او نړيوالو موضوعاتو ليکنې کوي. له نوموړي سره په لاندینۍ پته اړیکی وکړئ.
abdullahabdullah124@gmail.com

دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د مشال راډیو فکر یا نظر ښکارندويي نه کوي.

ق م/پ س

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG