د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنېټ کې تعلیمیافته پېغلو او ځوانانو ته عارضي نوکرۍ


د يادونې ده چې د انټرنشیپ پروګرام دورانیيه پنځلس مياشتې ده او هر کارکوونکي ته به شپېته زره روپۍ مياشتنۍ تنخا هم ورکول کېږي.

د پاکستان سېنټ یو چارواکی وايي، ۴۶ شپاړسم پاس زدهکوونکيو ته بهډېر زر په عارضي توګه کار ورکړي.

له مشال رېډيو سره په خبرو کې د پاکستان سېنېټ يو چارواکي انعام الله جان وويل، د دې اګام موخه د هغو تعليميافته هلکانو او نجونو ډاډ ګېرنه کول ده چې د شپاړلسم جماعت کې یې ښه شمېرې وړې وي.

د ده په خبره په لومړي پړاو کې به ۴۶ زدهکوونکیو ته په سېنېټ کې لنډمهالی کار ورکول کېږي او د روانې مياشتې له پنځلسمې نېټې به د سېنېټ له مختلفو کمېټيو سره کار پیلوي. دا راز له نورو ۲۰ زدهکوونکیو هم درخواستونه غوښتل شوي دي چې د ده په خبره د خېبر پښتونخوا دوه او د قبايلي سيمو يو تن پکې اخیستل شوی دی.

د ده په خبره د پروګرام په اړه نور زيات تفصيل د سېنټ په وېبپاڼه موجود دی.

یو زدهکوونکی وقاراحمد چې په دې پروګرام کې ورته د کار موقع ورکړل شوې، د حکومت ګام ستایلی خو زیاتوي چې دا شمېره بېيخي کمه ده او بايد چې زياته کړل شي. د ده په خبره له دې به دوی په عملي توګه د کار تجربه ترلاسه کړيچې د هرې نوکرۍ پر وخت ترې غوښتل کېږي.

د يادونې ده چې د انټرنشیپ پروګرام دورانیيه پنځلس مياشتې ده او هر کارکوونکي ته به شپېته زره روپۍ مياشتنۍ تنخا هم ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG