د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنګو: د تورې وړۍ له سکوله دې امنیتي ځواکونه ووځي


په توره وړۍ کې تر لسم جماعته د زدهکړو دغه یواځنی سرکاري سکول دی چې پکې تر درو سوو زیاتو ماشومانو زده کړې حاصلولې.

د هنګو ضلعې د تورې وړۍ ځایي وګړي له حکومته غوښتنه کوي چې په سیمه کې د سیالو تالاو سرکاري سکول دې ژر تر ژره له امنیتي ځواکونو خالي کړي او د زده کړو لړۍ دې پکې پیل کړې.

د سیمې یو تن همدرد اورکزي مشال راډيو خبریال طارق اورکزي ته وویل، له کله چې امنیتي ځواکونو د دوی سرکاري سکول نیولی دی، له هغه راهیسې یې ماشومانو ته د ښوونې لړۍ درېدلې ده او ښوونځی یې بند دی.

په توره وړۍ کې تر لسم جماعته د زدهکړو دغه یواځنی سرکاري سکول دی چې پکې تر درو سوو زیاتو ماشومانو زده کړې حاصلولې.

د سیمې یو بل تن عید الرحمان عید مشال راډیو ته وايي، د سیمې اکثره خلک غربیان دي او دومره وس نلري چې خپل ماشومان د لوړو زده کړو لپاره نورو سیمو ته واستوي.

د ټل تحصیل توره وړۍ له منځنۍ کورمې سره لګېدلې ده چې پکې له ۲۰۰۹م کال راهیسې د وسله والو طالبانو خلاف د پاکستان پوځي عملیات روان دی.

د ځایي خلکو په خبره، د پوځي عملیاتو له پیلېدو راهیسې د سیمې ماشومانو تعلیمي هلې ځلې متاثره شوې دي.

همدرد اورکزی وایي، که دغه شان یې تعلیمي ادارې بندې وې نو هېڅکله به د ترهګرۍ ضد جګړه و نه ګټل شي.

د تورې وړۍ دغه سرکاري سکول ته په ۲۰۰۹ م کال امنیتي ځواکونه ورغلي ول چې وروسته بیا د ځایي خلکو په احتجاج یې په ۲۰۱۱ کال کې خالي کړ. خو د۲۰۱۴م کال په فېبرورۍ میاشت کې د دغه سکول دننه د بمي چاودنې له کېدو پس بیا ورته امنیتي ځواکونه ننوتل چې لا هم پکې استوګن دي.

د دغه سکول پرنسپل محمد دین شاه مشال راډیو ته وایي، هڅې یې روانې کړې دي چې ځواکونه له سکوله وباسي او یو ځل بیا پکې تعلیمی هلې ځلې شروع کړي.

دی وايي، د تعلیمی سفر جاري ساتلو لپاره یې ماشومانو ته د سیمې په یو بل سکول کې انتظام کړی دی او هغوی اوس هلته زدهکړې کوي.

یاده دې وي چې په هنګو او کورمه کې یو شمېر داسې نورې تعلیمي ادارې دي چې په هغوی کې هم له کلونو راهیسې امنیتي ځواکونه استوګن دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG