د لاسرسي ځای

له افغان طالبانو سره به خبرې د روانې میاشتې وروستیو کې پیل شي


په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال

افغان سفیر عمر زاخېلوال وايي د مذاکراتو لپاره لومړی ګام په کامیابۍ سره ترسره شو او هیله من دی چې د سولې بهیر له پیلېدو ورسته به پکې مهم پرمختګ وشي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال وايي، له افغان طالبانو سره د خبرو اترو لپاره لارنقشه جوړ کړل شوې ده او ښايي د روانې میاشتې تر پایه به خبرې اترې په پاکستان او یا په چین کې شورو شي.

په اسلام آباد کې د مشال راډیو له خبریال احمدالله سره په خبرو کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال وویل چې په افغانستان کې مفاهمتي عمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره د څلور اړخیزې رابطه کمیټۍ تېرې درې غونډې کامیابه وې او ښايي د روانې میاشتې تر وروستیو به له افغان طالبانو سره نېغ په نېغه مذاکرات پیل شي.

د نوموړي وینا وه چې د مذاکراتو لپاره لومړی ګام په کامیابۍ سره ترسره شو او هیله یې وښوده چې د سولې بهیر له پیلېدو ورسته به پکې مهم پرمختګ وشي.

د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلور اړخیزه اړیکو کمیټۍ درېمه غونډه د روانې فېبرورۍ میاشتې په شپږمه نېټه په اسلام آباد کې شوې وه، تر دې وړاندې یوه غونډه یې د جنورۍ میاشتې په اتلسمه نېټه په کابل کې او بله غونډه یې د جنورۍ په یولسمه نېټه په اسلام آباد کې شوې وه.


بلخوا د پاکستان بهرنیو چارو دفتر وایي، په افغانستان کې د سولې بهیر لپاره په دریمه څلور اړخیزه غونډه کې د ټاکل شوې لارنقشې له مخې به پړاو پر پړاو ګامونه اخیستل کېږي.

د خارجه چارو دفتر ویاند نفیس زکریا په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته وویل چې د ټاکل شوې لارنقشې له مخې به د افغانستان حکومت او افغان طالبانو ترمینځ مخامخ خبرې اترې کېږي.

ده وویل، په دې لړ کې د پاکستان، افغانستان، چین او امریکا د روانو هڅو جاج په به راتلونکې څلور اړخیز غونډه کې چې په کابل کې کېږي واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG