د لاسرسي ځای

تازه خبر

قطر پاکستان ته د اوبلن ګاز ور کولو تړون لاسلیک کړ


راپورونه وايي قطر د پاکستان سره یو تړون لاسلیک کړی چې ترمخه یې پاکستان به له دغه خلیجي هیواده هرکال د ۳.۷۵ ( درې اعشاریه اوه پنځه ) ملیونه ټنه اوبلن طبعي ګاز تر لاسه کوي.

دا تړون قطر ته د پاکستان د وزیراعظم نوازشریف د دوه ورځني سفر په لومړۍ ورځ لاسلیک شوی دی.

د پاکستان پټرولیم وزیر شاهد حاقان عباسي وايي له دې پروژې سره به یې د ګازو ۲۰ فیصده اړتیاوې پوره شي.

نوموړي رسنیو ته ویلي دا تړون د پاکستان لپاره مفید دی او په کال کې یو بیلیونه ډالر دوی ته سپموي.

د قطر خبري اژانسونه راپور ورکوي چې د ګازو لېږد به په راروان مارچ کې پیل شي او تر ۲۰۳۱ کاله پورې به دوام وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG