د لاسرسي ځای

تازه خبر

نایجیریا: په دوو ځانمرګو بریدونو کې ۵۸ کسان وژل شوي


چارواکي وايي،د نایجیریا د کډوالو په یو کیمپ کې د چارشنبې پر ورځ دوو ښځینه ځانمرګو بریدګرو ځانونه والوزول چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۵۸ کسان ووژل شول.

د بورنو ایالت د بیړنيو خدمتونو د ادارې یو چارواکي وايي درېیمې ځانمرګې بریدګرې وروسته له هغې له حملې انکار وکړ چې ورته معلومه شوه په همدغه کیمپ کې یې مور او پلار او وروڼه خویندې هم موجود دي.

دغه مېرمن اوس د پولیسو په ولقه کې ده او د نورو بردیدونو په اړه یې معلومات ورکړي چې په ترڅ کې یې په کیمپ کې امنیتي تدابیر سخت کړای شوي دي.

چارواکي وايي په دغه برید کې ۷۰ کسان نور ژوبل شوي هم دي.

په کیمپ کې ( پنځوس زره ) هغه کورنۍ ژوند کوي چې د بوکوحرام ډلې له ویرې کډه کولو ته اړشوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG