د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره څلور اړخیزه هڅې ګټورې دي"


په پېښور کې افغان جنرال قونصل وايي په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره د امریکا، چین،افغانستان او پاکستان څلور اړخیزه هڅې ګټورې دي.

ډاکټر عبدالله وحید پویان شورو پر ورځ پېښور کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال وویل دغه څلور اړخیزه غونډې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو په ښه کولو او د بې باوریو په ختمولو کې هم مهم رول لوبولی شي.

افغان جنرال قونصل د پاکستان حکومته غوښتنه هم وکړه چې د پولیسو د هغو مامورینو خلاف دې جدي اقدامات وکړي چې اسناد لرونکی افغان کډوال او افغان سوداګرو ځوروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG