د لاسرسي ځای

رحیم الله یوسفزی وايي، پاکستان د مذاکراتو لپاره یواځې هغه طالب مشرانو باندې فشار اچولې شي چې په دې هېواد کې اوسي، په افغانستان او یا قطر کې مېشت طالبان مشکله ده چې د پاکستان تر نفوذ لاندې وي.

د فبرورۍ په شپږمه نېټه په اسلام آباد کې د افغانستان روغې جوړې په باب درېمې څلور اړخیزې غونډې پر مهال د پاکستان وزیراعظم خارجه چارو سلاکار سرتاج عزیز وویل، د امن مذاکراتو په دې عمل کې د افغان حکومت د مخالفه وسله والو تر زیات نه زیاتې ډلې او خلک شاملول پکار دي چې دا راز تل پاتې سوله او ثبات راوستل شي.

دا چې په افغانستان کې د حکومت مخالفه وسله والو طالبانو کومې ډلې شتون لري چې د سولې بهیر کې شاملې کړل شي؟ په اسلام اباد کې خبریال طاهر خان یې په اړه مشال راډيو ته وویل، په ۲۰۱۳م کال کې د طالبانو لخوا د روغې جوړې خبرو پیلولو پر مهال له هغوی دوې ډلې جدا شوې، چې یوه یې د فداي محاذ او بله د دادالله ډلې په نومونه وه.

نوموړی وویل چې په دغه موده کې د مجاهدین شورا په نوم یوه ډله هم مخې ته راغلې وه.دی زیاتوي ځینې نورې وړې ډلې هم شته چې دومره زرو به نلري خو له موجودګۍ یې انکار نشي کېدلی.

خو د سیمه ایزو چارو پوهه رحیم الله یوسفزی وايي په مذاکراتو کې د هغو ډلو شاملول به ګټه ور وي چې د افغانستان په جګړه کې فعاله کردار لري، سیمې یې په ولکه کې وي. د ده په خبره په دې لړ کې د افرادو پرځای ډلو ته اهمیت ورکول پکار دي.

رحیم الله یوسفزي وویل چې پاکستان د مذاکراتو لپاره یواځې هغه طالب مشرانو باندې فشار اچولې شي چې په دې هېواد کې اوسي، په افغانستان او یا قطر کې مېشت طالبان مشکله ده چې د پاکستان تر نفوذ لاندې وي.

وییل کیږي حقاني نېټ ورک او د کوټې شورا چې د افغانستان د طالبانو فعاله برخه دي، په پاکستان کې مېشت دي.

دې ته په اشاره سره د افغان چارو پوهه سمیع یوسفزۍ وايي که څه هم طالبان په مکمله توګه د پاکستان په کنټرول کې نه دي خو بیا هم تمه کیږي چې پاکستان به یې خبرو ته کېنوي.

نوموړی زیاتوي که څه هم په افغانستان کې د وسله والو ځینې مشران او ډلې د سولې عمل کې شاملېدل غواړي خو دا عمل به هله ګټه ور وي چې وسله وال په مجموعي توګه دې خبرو اترو کې برخه واخلي.

د افغانستان سولې په اړه څلور اړخیزه غونډه په دې سلا شوې چې د فیبرورۍ میاشتې ترآخره به له طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې شورو کړل شي او تمه ده چې د اعتمادسازۍ لپاره به په وسله والو بریدونو کې هم کمی راشي.

XS
SM
MD
LG