د لاسرسي ځای

'د هلمند ناکرارولو لپاره هڅې روانې دي'


د افغان دفاع وزارت مرستیال عبدالجبار قهرمان د لوړو پوړو چارواکو په بدرګه کې روان دی

د افغان دفاع وزارت مرستیال عبدالجبار قهرمان د لوړو پوړو چارواکو په بدرګه کې روان دی

د افغان دفاع وزارت مرستیال عبدالجبار قهرمان له ازادۍ راډيو سره په خبره کې وویل، د هلمند جګړې تر شا سیمه ییز او نړیوال لاسونه کار کوي چې غواړي شاوخوا ټول ولایتونه یې نا امنه شي.

په هلمند کې د جګړې قومندان او د دفاع وزارت مرستیال عبدالجبار قهرمان وايي، ځينې هېوادونه غواړي د هلمند په ناامنه کولو سره ټول جنوب لویدیځ زون ناامنه کړي.

د دفاع وزارت مرستیال عبدالجبار قهرمان چې د هلمند جګړې رهبري کوي، دا تاییدوي چې په دغه ولایت کې تقریبا په ټولو ولسوالیو کې په پراګنده توګه جګړه ده خو په خبره یې کله نا کله دغه جګړه د هلمند شمال کې زور واخلي.

له ازادۍ راډيو سره په خبره کې نوموړي وویل، د هلمند جګړې تر شا سیمه ییز او نړیوال لاسونه کار کوي چې غواړي شاوخوا ټول ولایتونه یې نا امنه شي.

"ایران او پاکستان، د فرا منطقې هېوادونه، ان بعضې عرب مملکتونه، څوک مستقیم او څوک هم غیر مستقیم په دغه جګړه کې ښکېل دي. په هلمند باندې د جګړې فشار اساسي علت د هلمند ستراتیژيکوالی دی."

ښاغلي قهرمان وویل، دا مهال دولتي ځواکونه خلکو ته د ذهنیت ورکولو او پر چریکي عملیاتو بوخت دي او په خبره یې د دوی لپاره وروستی انتخاب له درنو وسلو څخه کار اخیستل دي.

خو دا یې و نه ویل چې د هلمند په وروستیو عملیاتو کې د دولت وسله والو مخالفینو او یا هم افغان لوري ته څومره تلفات اوښتي دي.

د هلمند امنیتي حالاتو ته په کتو د امریکا متحده ایالات په پام کې لري د فبرورۍ تر وروستیو خپل سلګونه اضافي سرتېري په هلمند ولایت کې ځای پرځای کړي چې ویل کیږي ماموریت به یې د افغان ځواکونو روزنه او سلا مشوره وي.

نهر سراج، سنګین او مارجه د هلمند له ناامنو ولسوالیو څخه دي چې د دغه ولایت د امنیتي مسوولینو په وینا هلته د تازه عملیاتو پيلولو پلان لري.

د پولیسو د ۵۰۵ بست زون قومندان عصمت الله دولتزي تردې مخکې ازادي راډیو ته وویل چې له پلازمینې کابله د نویو تازه دمو سرتېرو او تجهیزاتو په رسېدو سره او هم په خپله د سیمه ییزو ځواکونو په تخنیکي او تسلیحاتي برخو کې مثبت بدلونونه کولی شي دغه عملیات له پخوانیو څخه بیل کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم اعلان کړی چې یو با صلاحیته پلاوی به د عمومي وضعیت د ارزونې په هدف هلمند ته واستول شي.

د پوځي چارو کارپوهان هم د هلمند پر ستراتیژيک اهمیت ټینګار کوي او وایي چې دولت باید د هلمند جګړې ته جدي پام وکړي.

هلمند د جنوب لویدیځ زون هغه ولایت دی چې څه باندې لس کاله کیږي د هېواد په کچه د لومړی درجه نا امنه ولایتونو په کتار کې یادېږي.

دغه ولایت د ځینو ولسوالیو پرته په ۲۰۱۰ میلادي کال کې تر سترو پوځي عملیاتو وروسته د یوې نسبي کرارۍ شاهد و، خو په وروستیو کې دغو جګړو یو وار بیا زور اخیستی دی او ان دا اندېښنې یې رامنځ ته کړي چې ښایې هلمند د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېږي.

دا چې ولې په هلمند کې جګړې زور اخیستی دی او د وسله والو مخالفینو لپاره یې اهمیت په څه کې دی، د پوځي چارو کارپوه باري عارض یې په اړه له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وايي.

"داسې نه ده چې ګاونډي هېوادونه، سیمه او یا فرا منطقه هېوادونه یواځې له هلمند سره دلچسپي ولري. که اوس هلته یې فشار ډير وارد کړی وي نو علت یې دا دی چې یوه ستراتیژيکي منطقه ده. سرحدي موقعیت لري او پر جنوب غرب حوزې مستقیم تاثیرات درلودای شي."

نوموړی دا هم وایي چې هلمند د سقوط په درشل کې دی او دولت باید ورته جدي پام وکړي.

په ولسي جرګې کې د هلمند د خلکو استازی عبدالحی اخند زاده په دغه ولایت کې پر عملیاتي پرمختګونو په انتقاد سره وایي چې تر اوسه دغو ستونزو ته هغسې چې لازمه وه پاملرنه نه ده شوې.

خو د دفاع وزارت مرستیال عبدالجبار قهرمان د هلمند د سقوط احتمال رد کړ او ویې ویل چې په دغه ولایت کې د هوا وضعیت د جګړې د لور پر بدلولو کوم تاثیر نه کوي.

محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG