د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین - پاکستان اقتصادي لار: اندېښنې، پوښتنې او ځوابونه


د چین پاکستان اقتصادي اصلي او بدلې شوې لار فرضي نقشه
د چین پاکستان اقتصادي اصلي او بدلې شوې لار فرضي نقشه

پراګ - د پاکستان وزیراعظم د ۲۰۱۶ز کال د جنورۍ پر ۱۱مه په اسلام اباد کې له چینايي پانګوونکو سره تر لیدو وروسته وویل، د چین – پاکستان اقتصادي لار د اربونو ډالرو یو شمېر پروژو مجموعه ده چې د ((سیمې)) اقتصادي ((حالت به بدل کړي.)) د وزیراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، له دې لویې پروژې به ((ټول پاکستان ته ګټه ورسي)) او دا چې دا اقتصادي لار د پاکستان ټولو صوبو، ((په ځانګړي ډول، تر ټولو وروسته پاتې هغو یانې خیبر پښتونخوا او بلوچستان ته)) د پرمختیا ((موقع برابروي.))

د پاکستان پلانونو او پرمختیا وزارت پر خپله ووبپاڼه یوه برخه د کاشغر – ګوادر اقتصادي لار پروژې ته ځانګړې کړې ده او په بېلا بېلو لیکنو کې یې ویلي چې د دې لار له بشپړېدو سره به په پاکستان کې اقتصادي او مالي هلې زیاتې شي او د هېواد ګڼو برخو ته به ګټه ورسي. ووبپاڼه وايي، دا د ۴۶ اربه امریکايي ډالرو پراخه پروژه ده چې پکې چین او چینايي شرکتونه یا کمپنۍ پانګونه کوي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر او د پیپلز ګوند سیاستوال سید خورشید شاه مشال راډيو ته وویل، دا پروژه یوازې د سړک جوړولو نوم نه دی بلکې په دې کې نور ډېر شیان شامل دي:

((دا یوازې د سړک جوړولو پروژه نه ده. د اقتصادي لار مانا دا ده چې د دې لار له جوړېدو سره به نوري فایبر غځېږي، ورسره به د اورګاډي پټلۍ جوړول کېږي او دا لار به چې له کومو سیمو تېرېږي هلته به اقتصادي زونونه جوړول کېږي. د دې لار سړک باید شپږ کرښې ولري. نو دا د کورېډور یا اقتصادي لار ټول پیکېج دی.))

د پاکستان نور ګوندونه لکه عوامي نیشنل پارټي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، جماعت اسلامي، جمیعت علمای اسلام (ف)، قامي وطن ګوند او تحریک انصاف هم د اقتصادي لار پروژه یوه پراخه هغه بولي. همدا نظر د پاکستان واکمن مسلم لیګ (ن) هم دی. تر اوسه په دې بحث کې په پاکستان کې هېڅ ګوند د اقتصادي لار تعارف یا پېژندګلوۍ په اړه هېڅ اختلاف نه لري.

اصلي مسله دا ده چې په پاکستان کې یو شمېر ګوندونو پر وفاقي حکومت تور پورې کړی چې دا لار یې له خپل اصلي مسیره پنجاب ته اړولې او په دې ډول خیبر پښتونخوا او بلوچستان د دې پروژې د پانګونو له ګټو بې برخې کول غواړي.

پښتونخوا ولسي تحریک

د لار بدلولو خبرونو تر خپرېدو وروسته د فعالانو یوې ټولنې پښتونخوا ولسي تحریک او د دې ټولنې مشر ډاکتر سید عالم مسود د دې لار پر ارزښت، د لار بدلولو ضد او د دې بدلون اثراتو په اړه څېړنیزې مقالې خپرې کړې، غونډې یې وربللې او د شاوخوا ټولو ګوندونو له سیاستوالانو او مشرانو سره یې خبرې وکړې چې ورو ورو یې د یوه مهم یا کیمپېن بڼه واخیسته. له ډاکتر مسود سره مو په بیا بیا پر دې موضوع مرکې او خبرې کړې دي. په هغو کې یې ځېنې په لاندینیو لېنکونو کې لوستای او اورېدای شئ.

د کاشغر ګوادر لار له پښتنو سیمو نه تېرېږي؟

سيد عالم مسود: چين اقتصادي راهدارۍ منصوبه کې خپل حق غواړو

کاشغر - ګوادر لار: په پېښور کې لویه غونډه بلل شوې ده

تر څو ژمني پوره نشي بايد پښتونخوا حکومت راهدارۍ لپاره مځکه ورنکړي

د کاشغر ګوادر لار ژوب برخې پرانیسته او مهمې پوښتنې

چین - پاکستان اقتصادي لار څه ته وايي؟ ګوندونه یې په اړه څه دریځ لري؟

دا ځل، د چین – پاکستان اقتصادي لار په اړه د خپرونو په ځانګړې لړۍ کې مو په پیل کې د دې لار پېژندګلوۍ او په دې اړه د پاکستان یو شمېر ګوندونو دریځ راخیستی دی. په لاندیني لېنک کې به واورئ چې لومړی له چین سره چا تړون لاسلیک کړ او اصلي لار له کوم ځایه د تېرېدو پرېکړه شوې وه.

چین - پاکستان اقتصادي لار څه ته وايي؟ اصلي لار کومه ده؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:33 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

چین - پاکستان اقتصادي لار: بلوڅ سیاستوالان څه وايي؟

د چین – پاکستان اقتصادي لار له بلوچستان سره تړلې ده او د دې لامل دا دی چې ګوادر بندر په بلوچستان کې دی. نو پوښتنه دا ده چې د پاکستان نورو ګوندونو په څېر بلوڅ ملتپاله ګوندونه د چین – پاکستان اقتصادي لار پروژې په اړه څه دریځ لري؟ بلوڅ سیاستوالان ولې وېره لري چې دوی به په اقلیت کې وربدل کړل شي؟ د کاشغر – ګوادر اقتصادي لار پروژې په اړه د بلوڅ سیاستوالانو غوښتنې څه دي؟ دوی د ګوادر بندر په اړه څه نظر او دریځ لري؟ بلوڅان د خپلو غوښتنو پوره کولو لپاره څه ډول هلې ځلې کوي؟

دا موضوع مو د نیشنل پارټۍ له یو مشر او د بلوچستان پخواني اعلا وزیر ډاکتر مالک بلوڅ او د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل) ډلې له مشر اختر مېنګل سره څېړلې چې لاندې یې اورېدای شئ.

چین - پاکستان اقتصادي لار: بلوڅ سیاستوالان څه اندېښنې او دریځ لري؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:02 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


چین - پاکستان اقتصادي لار: د دې مالي او اقتصادي ارزښت او د پانګونې اغېز

د چین – پاکستان اقتصادي لار پروژې په اړه مو د بېلا بېلو ګوندونو دریځ وڅېړه. موږ خبر شو چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان سیاستوالانو لپاره دا اقتصادي پروژې څومره لوی ارزښت لري. اوس به د دې معلومولو هڅه وکړو چې اصلاً چین – پاکستان اقتصادي لار څه ((اقتصادي او مالي ارزښت)) لري؟ دا څومره پراخه اقتصادي پروژه ده؟ ایا پرمختیايي کارونه به په پاکستان کې د اقتصاد جوړښت توازن ته تاوان ورسوي، که نه ګټه هم لري؟ که د پاکستان وفاقي حکومت دا لار د پښتونخوا او بلوچستان پر ځای له پنجابه تېره کړي، یا زیاته پانګونه هلته وکړي نو ایا دا به د هېواد دننه اقتصادي نابرابري لا ژوره نه کړي؟ ایا دا کار به په هېواد کې ملتپاله سیاست لا پیاوړی نه کړي؟ په نورو هېوادونو کې د چین پانګونې تر شا څه ډول فکر وي؟ ایا دا خبره سمه ده چې چین چې په افریقا کې پانګونه کړې نو له هغه ځایه یې پیسې خپل هېواد ته وړې دي او هلته یې ولسونو ته ګټه نه ده رسولې او که څنګه؟

دا ټولې پوښتنې مو د لاهور یونیورسټي اف مېنېجمنټ ساینسز د سیاسياتو او سیاسي اقتصاد څانګې له استاد ډاکتر تیمور رحمان سره څېړلې دي چې تاسې یې لاندې اورېدای شئ.

چین - پاکستان اقتصادي لار: اقتصادي ارزښت او د دې اغېز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پلانېنګ او پرمختیا چارو وزیر احسن اقبال دریځ

د چین – پاکستان اقتصادي لار پروژو په اړه د معلوماتو تر لاسه کولو په لړ کې مو د تېر کال ډېسېمبر له میاشتې کار پیل کړ چې د ۲۰۱۶ز کال د فبرورۍ پر درېیمه نېټه پای ته ورسېد. په دې ټوله موده کې مو مسلسل هڅه وکړه چې د پاکستان پلانېنګ او پرمختیا چارو له وزیر احسن اقبال سره خبرې وکړو. موږ د ۲۰۱۶ز کال د جنورۍ میاشت په پیل کې په بیا بیا د نوموړي له سېکرټر او د ده د عامه اړیکو له افسرې سره خبرې وکړې او هغوی به راسره ژمنې هم کولې خو له احسن اقبال سره ټیليفوني خبرې ونشوې. د جنورۍ پر څلورمه نېټه مو له احسن اقبال سره هم په ټیليفون رابطه وکړه خو هغه خبرې ونکړې. تر دې وروسته مو د جنورۍ پر پینځمه نېټه د هغه په غوښتنه لیکلې پوښتنې ورته برېښلیک کړې، خو ځواب تر لاسه نشو.

XS
SM
MD
LG