د لاسرسي ځای

پښتونخوا کې د قلم او ټوپک جنګ


د باچاخان پوهنتون یو زده کوونکې چې د جنورۍ پر ۲۰مه د وسلوالو په خونړي برید کې ژوبله شوې وه

د باچاخان پوهنتون یو زده کوونکې چې د جنورۍ پر ۲۰مه د وسلوالو په خونړي برید کې ژوبله شوې وه

په دې جنګ کې د ماتې ګنجایش نشته، که چېرې موږ دا جنګ ګټل غواړو، نو باید خپل بچې مکتبونو او پوهنتونونو ته ولېږو.

د یو قام او ټولنې پرمختګ بغیر له علمه او تعلیمه نا ممکنه دی، په نړۍ کې هغو ولسونو پرمختګ کړی دی چې تعلیم یې په لومړیتوب کې وي، لکه د بېلګې په توګه اروپا، امریکا، جاپان، چین، جرمني، روس او ګڼ نور قامونه ورځ تر بلې نوښتونه او ایجادات کوي، او مخ پر وړاندې درومي.

له بده مرغه پښتون قام د ګڼو کورنیو او بهرنیو سببونو له کبله په علمي میدان کې تر ډېرو قامونو زښته وروسته پاته دی. دې حالاتو ته کتو له ننه نژدې سل کاله وړاندې باچا خان په پښتنو کې د تعلیم خورولو لپاره مبارزه پیل کړه، او د ازادو مدرسو په بڼه یې په ټوله پښتونخوا کې مکتبونه جوړ کړل، خو له بده مرغه په هغه وخت کې دا یو لوی خطر ښکارېدو، او د ځینو ناپوه ملایانو له لارې د دغه تعليمي ادارو پرضد پروپېګنډه پیل کړل شوه، چې دا خو پښتانه له مذهبه اړوي او ویل به یې:

سبق د مدرسې وایي ــــــ لپاره د پيسې وایي

جنت کې به یي ځای نه وي ـــــ دوزخ کې به غوپې وهې

او له دې سره سره یې باچا خان او د هغه ملګري په جېلونو کې بند کړل، او نور مختلف ظلمونه یې پرې وکړل. خو د تعلیم خورولو مبارزه کونکې دومره کمزوري نه وو، چې له دې هر څه به ووېرېږي.

باچا خان به ویل چې پښتانه هغه بدبخته قام دی، چې د مذهب په نوم د علم نه لري ساتل کیږي، په کوم مذهب کې چې علم په نر او ښځه دواړو فرض دی.

او دا له هغه راهسیې څه نا څه سل کاله پس اوس هم پښتانه د جهالت، تیارو او دعلم له دښمنانو سره مخامخ دي. فرق یې دی چې د باچاخان خلاف به د مذهب په نوم پروپېګنډه کېدله، او جېلونو ته به اچول کېدل، خو اوس د مذهب په نوم په سکولونو او پوهنتونونو بمي او ځانمرګي بریدونه کېږي. د سکولونو له ماشومانو واخلې د پوهنتون زدهکونکي او اوستادان پکې شهیدان شول. خو پښتنو سل کاله وړاندې هم د دغو حالاتو مقابله کړې او نن هم د دې ټولو خطرو باوجود خپل بچي سکولونو ته لېږي.

پښتانه په خپله دغه مبارزه کې په حقه دي، او د ریاستي او غیر ریاستي جبر باوجود هم مخ په وړاندې روان دي، او د باچاخان د ازادو مدرسو نه پیل شوې مبارزه اوس د کالجونو او پوهنتونونو په شکل کې نوره هم مضبوطه شوې ده.په دغه مبارزه کې یو انقلابي بدلون هغه وخت راغلی، چې کله په پښتونخوا کې د عوامي نېشنل ګوند پخواني حکومت نهه (۹ )نوي پوهنتونونه او ۷۴ کالجونه چې ۴۷ پکې د نجونو دي، او دغه شان په سلګونه سکولونه په دغه صوبه کې جوړ کړل. او هم دا وجه ده، چې د پښتنو د پرمختګ او تعلیم دښمنان اوس د دوی د بچو په تعلیمې ادارو بریدونه کوي.

د قلم او ټوپک په دغه جنګ کې خو زیات تاوان پښتنو ته ورسېدو خو بلې خوا یي د ملاله یوسفزۍ په شکل کې زوروره ګټه هم وکړه، چې ټوله نړۍ کې یې د پښتنو د امن او سولې غږ پورته کړ، او نوبېل جایزه یې د پښتنو لپاره وګټله.

د قلم او ټوپک دغه جنګ چې له تېرو سلو کلونو راهیسې روان دی، او پښتون قام ښه په نره د دښمن مخې ته هم ولاړ دی، د هر قسمه ظلم او جبر باوجود له خپلې موخې او مقصده نه دی پر شا شوی.

په دې جنګ کې د ماتې ګنجایش نشته، که چېرې موږ دا جنګ ګټل غواړو، نو باید خپل بچې مکتبونو او پوهنتونونو ته ولېږو.

اجمل خټک وایي:

که ظالم مې ژبه غوڅه کړه تېره شوه

توره څومره چې تېره شوه لا خوږه شوه

اوس که نر وي نو غوږونه دې خپل پرې کړي

چې زما نغمه سړه نشوه لا سره شوه

لیکنه: اسدالله مایار، قانونپوهه او سیاسي فعال

یادګېرنه: دا لیکنه د هغه خپل نظر دی او د مشال راډیو فکر یا نظر ښکارندويي نه کوي

XS
SM
MD
LG