د لاسرسي ځای

"د اربونو کورونه په څلور لکه روپیو نشي جوړېدای"


د ۲۰۱۴ز کال د جون له نیمايي راهیسې پاکستانی پوځ په شمالي وزیرستان کې عملیات کوي.

د ۲۰۱۴ز کال د جون له نیمايي راهیسې پاکستانی پوځ په شمالي وزیرستان کې عملیات کوي.

پراګ - د شمالي وزیرستان او د خیبر باړې مشران او اوسېدونکي وايي، د دوی د ((کروړونو او اربونو روپیو ړنګ کړل شوي او زیانمن شوي کورونه)) پر حکومتي ((څلور لکه روپیو)) بیا نشي رغول کېدای.

دې مشرانو د فبرورۍ پر نهمه نېټه د مشال راډیو ((کرښې پر غاړه)) خپرونې ته وویل، دوی چې میرلي یا باړې ته ستانه شول نو هلته یې پرته له کنډوالو نور څه نه دي لیدلي.

ایا له هغو کورونو پر پوځ ډز شوی؟ هلته دهشت ګرد ناست ول؟ نو دا کورونه ولې ړنګ شول؟ انسان پکې نه وو او کورونه ړنګېدل!! دا چا ړنګ کړل او ولې یې ړنګ کړل؟ نه ډز شوی دی، نه ضرر رسېدلی دی، نو پر دې سربېره کور ړنګېږي، ابادي ړنګېږي، بازار ړنګېږي، دا ولې؟

دې مشرانو دا څرګندونې پر داسې وخت وکړې چې د فبروۍ اتمې پر ماښام، د پاکستان وفاقي حکومت د پلانونو او پرمختیايي چارو لپاره د سېنېټ یوې کمېټۍ ته وویل، اسلام اباد په قبایلي سیمو کې د ناامنیو او پوځي عملیاتو پر مهال د ړنګو کړل شویو او یا تاواني شویو کورونو سروې بشپړه کړې ده.

د سېنېټ دې کمېټۍ ته وویل شول چې حکومت به ټولو اغېزمنو شویو خلکو ته تاوان ورکوي. په پرونۍ غونډه کې حکومت دا دعوه وکړه چې تر اوسه یې د قبایلي سیمو شاوخوا ۸۰ فیصده بې کوره کړل شوي، خپلو کلیو، کورونو ته ستانه کړي دي او ورته یې شاوخوا ۲۰ اربه روپۍ ورکړې دي.

خو د باړې او شمالي وزیرستان مشران او اوسېدونکي وايي، د ګڼو خلکو اغېزمن شوي یا ړنګ کړل شوي کورونه له سروې پاتې دي، له ګڼو ستنېدونکو کډوالو سره مرستې نه دي شوې، د ستنو شویو کډوالو په کلیو کې د ژوند اساسي اسانتیاوې نشته او دا چې حکومتي مرستې د دوی تاوانونه نشي پوره کولای.

د کرښې پر غاړه پوره خپرونه دلته واورئ:

په ((کرښې پر غاړه)) خپرونه کې د هر یوه مشر د څرګندونو لنډیز

حاجي عبدالمیران اکاخېل (باړه، خیبر)

کله چې بې کوره کړل شوي خلک باړې ته ستنېدل نو حکومت شاوخوا ۹۰ فیصده خلکو ته د کورنۍ پر سر ۳۵۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ ورکړې.

دویم، د متاثرینو د کورونو په سروې کې نیمګړتیاوې دي. حکومت تر تېرې روژې څو ورځې مخکې د اغېزمنو شویو کورونو سروې وکړې او له هغوی سره یې د پوره ړنګ کړل شوي کور پر سر د څلور، څلور لکه او د اغېزمن شویو کورونو لپاره د یو لک او ۶۰ زره کلدارو مرستو ژمنه وکړه خو دا پیسې تر اوسا هېچا ته نه دي ورکړل شوې.

ډ‌ېر کورونه له سروې پاتې دي چې د ناامنیو په ګډون، په بارانونو او نورو موسمي حالاتو کې هم اغېزمن شوي دي. په سیمه کې نه اوبه شته، نه بجلي، نه د تعلیم نظام او نه هم روغتیايي اسانتیاوې.

چې ریښتیا درته ووایم، زما خپل کور له ۵۰ لکه روپیو څخه د زیاتو ارزښت لري.

حاجي سردار اکاخېل (باړه، خیبر)

په څلور لکه روپۍ کور نه جوړېږي. هغه کورونه چې وران شوي، سروې کوونکي یې په طرف هم نه دي ورغلي.

خو هغه کورونه چې لږ اغېزمن شوي، هغه یې له ځانه سره لیکلي دي. زما د کور سروې لا هم نه ده شوې.

چې ریښتیا درته ووایم، زما خپل کور له ۵۰ لکه روپیو څخه د زیاتو ارزښت لري. د ستنو شویو متاثرینو په سیمو کې اوبه نشته، د ټرانسپورټ نظام حالت خراب دی، په سکولونو کې تمبووان (خیمې) لګېدلي دي او پوځيان یې تپوس کوي چې استاد ورغلی او که نه؟

په سیمه کې د ۱۰ پرایمري سکولونو بیا ودانۍ کار روان دی خو د منځنیو یا متوسطو زده کړو سکولونو (مډل) بیا رغونې کار بیخي نه دی پیل شوی. خلک اوس هم مایوسه دي، مطمین نه دي.

ملک اکبر خان (شمالي وزیرستان)

زه څو ورځې مخکې د خیبر پښتونخوا له ګورنر سره په شمالي وزیرستان کې د قبایلي سیمو اصلاحاتو په اړه یوې جرګې ته ورغلی وم. تر جرګې وروسته مو د میرلي سیمې یو سفر وکړ.

د میرلي بازار ټول ړنګ وو. کله چې یو بلډنګ (وداني) ړنګ شي نو ملبه یې پاتې کېږي. له هغه ځایه ملبه هم وړل شوې ده. د سړکونو په څنډو کې ولاړې ټولې ودانۍ او کورونه ړنګ کړل شوي دي.

دا د افسوس خبره ده چې حکومت د ړنګ کړل شوي کور پر سر څلور لکه روپۍ تاوان ورکوي. یوازې د شمالي وزیرستان نه، د ټولو قبایلو بدبختي دا ده چې زموږ غږ، زموږ اواز پرته له مشال راډيو، نور هېڅ څوک نه اوري.

موږ له پاکستانیو چارواکو دا پوښتنه کول غواړو چې موږ خو [د ۲۰۱۴ز کال په جون کې] په یوه جمعه کې کورونه پرېښودل، نو زموږ په خالي کورونو کې څوک ول؟ ایا له هغو کورونو پر پوځ ډز شوی؟ هلته دهشت ګرد ناست ول؟ نو دا کورونه ولې ړنګ شول؟ انسان پکې نه وو او کورونه ړنګېدل!! دا چا ړنګ کړل او ولې یې ړنګ کړل؟ نه ډز شوی دی، نه ضرر رسېدلی دی، نو پر دې سربېره کور ړنګېږي، ابادي ړنګېږي، بازار ړنګېږي، دا ولې؟

حاجي رحمان الله (شمالي وزیرستان)

موږ چې میرلي ته ولاړو او څه مو چې وکتل نو موږ ډېر پرېشان شولو ځکه چې خپل ملک مې د پېژندو قابل نه وو. زموږ د علاقې حالات ډېر زیات خراب ول. زما خپله سیمه میرامشا ده خو تر میرلي تحصیله ورغلی وم. [حکومت] دعوې کړې دي چې [تر عملیاتو وروسته یې] هلته پرمختیايي کارونه کړي دي، نو کارونه هېڅ نه دي شوي. موږ له حکومته غوښتنه کوو چې زموږ ژر تر ژره له ستنولو سره دې، هلته په پرمختیايي او د بیا رغونې او بیا ودانۍ په کارونو کې هم تېزي وکړي.

ملک جانفراز (شمالي وزیرستان)

په میرلي او میرامشا کې چې نقصانات شوي دي، هغه د لکونو روپیو نه دي. هغه د کروړونو تاوان هم نه دی، هغه د اربونو روپیو نقصانونه دي.

لکه زموږ د میرامشا په بازار کې د اربونو روپیو ودانۍ او مارکېټونه ول. کله چې کرفیو (ګرځبندیز) ولګېده، نو له موږه په دوکانونو کې د اربونو روپیو سامانونه هم پاتې شول. زموږ د میرلي سیمه چې ده، د هغې په دوکانونو کې داسې شیان ول چې زښت زیات قیمت یا ارزښت یې درلود.

زموږ د شمالي وزیرستان خلک، په دوبۍ، اماراتو، په سعودي عرب کې، په ټولو خلیجي هېوادونو کې – یو ځل چې د شمالي وزیرستان یو تن ځوان شي، پاسپورټ جوړ کړي – نو هلته ورشي او مزدوري کوي، په پنجاب کې زموږ لویې لارۍ دي، زموږ خلک د ټرکونو مزدوري کوي. هغه پیسې چې وګټي نو کور جوړوي، اول ځان ته ښه کور جوړوي او ورسره چې نور سامان راوړي، هغه په دوکانه کې اچوي. په هغې یې بیا بچي روزي ګټي.

اول چې زه د خپل کور درته ووایم، په اوس وخت کې چې زما د کور په څېر کور جوړوې، نو له یو نیم کروړه تر دوه کروړه پورې قیمت به یې وي.

عثمان خان کاکړ (د سېنېټ پرمختیايي چارو کمېټۍ مشر)

په یو نیم لک روپیو، زموږ د پښتنو، بیا د فاټا د لویو، لویو کلاګانو پلسترهم نشي کېدای.

د خیبر او شمالي وزیرستان د دې مشرانو څرګندونو په اړه مو په خپرونه کې د سېنېټ د پلانېنګ او پرمختیايي چارو کمېټۍ له مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له سیاستوال عثمان خان کاکړ سره خبرې وکړې.

کاکړ وايي، په پوځي عملیاتو کې ((د میرامشا او میرلي د اربونو روپیو کورونه، مارکېټونه او بازارونه ونړول شول. په دې کې، په کلیو کې، کورونو کې، دوکانونو کې د کروړونو، اربونو روپیو سامانونه پراته ول، دا ګرد چور شول.))

د ده په خبره، د فبرورۍ پر اتمه، د سېنېټ کمېټۍ په غونډه کې یې حکومت ته وویل چې د خلکو تاوانونه دې ورپوره کړي. دی وايي، حکومت د کورنو جزوي تاوان پر سر څه د پاسه یو نیم لک او د ړنګو شویو کورونو لپاره څلور لکه روپۍ ورکوي. ((په یو نیم لک روپیو، زموږ د پښتنو، بیا د فاټا د لویو، لویو کلاګانو پلستر هم نشي کېدای.))

په کلیو کې، کورونو کې، دوکانونو کې د کروړونو، اربونو روپیو سامانونه پراته ول، دا ګرد چور شول.

عثمان کاکړ وايي، دوی د سېنېټ پر کچ له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې د ټولو قبایلي سیمو تاوانونه دې ورپوره کړي ځکه چې د پاکستان حکومت یې نه ورپوره کوي.

عثمان کاکړ زیاتوي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند پخوا هم له قبایلو سره ولاړ وو او اوس به هم د دوی غږ تر هرې ادارې رسوي.

حکومتي دریځ

د خیبر او شمالي وزیرستان مشرانو او د سېنېټر عثمان کاکړ څرګندونو په اړه د پاکستان له وفاقي حکومت یا د سرحداتو، قبایلو او ریاستي چارو له وزارت (سیفران) سره په خبرو و نه توانېدو.

خو د پاکستان وزیراعظم سلا کار او د قبایلي سیمو اصلاحاتو حکومتي کمېټۍ مشر سرتاج عزیز څو ورځې مخکې په شمالي وزیرستان کې له جرګې سره ژمنه کړې وه چې د روان کال تر پایه به ټول بې کوره کړل شوي خلک خپلو کلیو، کورونو ته ستنوي، ورسره به مرستې کوي او ټول تاوانونه به یې ورپوره کوي.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG