د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: شپږ تنه وسله وال وژل شوي


د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند بړو سيمه کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا تر مشرۍ لاندې ګډو امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي چې تر دې دمه شپږ تنه وسله وال وژل شوي او يو تن يې ژوندی نيولی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي مشال راډيو ته وويل: دغه عمليات نن د سېشنبې پر ورځ سهار وختي پيل شوي چې لا هم دوام لري او په خبره يې چې په یادو عملياتو کې ملي امنيتي ځواکونو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او يو شمير مهمات د ملي امنيتي ځواکونو لاسونو ته هم ورغلي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG