د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پاکستانیو رسنیو د بندیز غوښتنه


پاکستان کې افغان رسنۍ اجازه نه لري چې په کېبل ازاد نشرات وکړي، نو په کار ده چې د افغانستان اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر پاکستانیو رسنیو بندیز ولګوي.

د افغانستان خپلواکو ژورنالستانو ټولنه او یو شمېر مدني او فرهنګي فعالان وايي چې په پاکستان کې دې د افغان رسنیو پر خپرونو د بندیز په غبرګون دې د دوی هېواد هم د پاکستانيو رسنیو پر خپرونو هم بندیز ولګوي.

د دغې ټولنې مشر رحیم الله سمندر د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ د افغانستان اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته په کار ده چې دغه موضوع له پاکستاني لوري سره په کلکه وڅېړي. د ده په خبره، په پاکستان کې دننه په کېبل افغان رسنۍ اجازه نه لري چې ازاد نشرات وکړي؛ یا هم په سټلایټ باندې، هلته دوی ځینې محدودیتونه لګولي دي نو په کار ده چې د افغانستان اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر پاکستانیو رسنیو بندیز ولګوي.

راپورونه وايي چې په پاکستان کې د یو شمېر افغان رسنیو پر خپرونو رسنیز بندیزونه لګول شوي دي؛ دا په داسې حال کې ده چې پاکستانۍ ټیلیویژونونه د افغانستان کېبلي شبکو له لارې خپرونې لري.

دغه شان ویل کېږي چې په افغانستان کې پر پاکستانيو چاپي رسنیو له بندیزونو سره ـ سره لا هم دغه ورځپاڼې په خال - خال ډول له لوستونکیو سره لیدل کېږي.

ویل کېږي چې په دغو خپرونو کې تر ډېره د افغانانو تر منځ د تفرقه اچونې او د مخالفو وسله والو ډلو په ملاتړ مطالب خپرېږي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان فرهنګي او مدني فعالان هم د پاکستانيو رسنیو پر وړاندې د افغان حکومت د ورته عمل غوښتونکي دي.

خو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي؛ دوی له پاکستان سره د رسنیز چال چلند په یوه طرحه کار کوي چې تر اوسه نه ده ورستۍ شوې.

د دغه وزارت ویاند هارون حکیمي په دې اړه ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، افغانستان دا موضوع هم په پام کې لري چې له پاکستان سره د چلند یوه لاره غوره کړي؛ تر دې وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پاکستان سره د تفاهم خبره کړې وه چې په افغانستان کې د پاکستاني رسنیو د فعالیت په شان افغان رسنیو ته هلته د فعالیت اجازه ورکړل شي؛ خو دا خبره هغوی نه وه منلې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې ورستیو کې له پاکستان سره په یوې رسنیزې کړنلارې غور کوي.

د یادونې ده که څه هم پاکستاني رسنۍ تر ډېره په اردو ژبه خپرونې لري؛ خو دا چې ډېری افغانان د کډوالۍ پر مهال هلته اوسېدلي او په پاکستانيو ښوونځیو کې یې زده کړې کړې؛ نو ځکه دغه ورځپاڼې ډېر لوستونکي لري.

XS
SM
MD
LG